په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د غزنی ، هلمند ، کنړ ، نورستان او پکتیا ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۳۲ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۴ تنه ټپیان او ۱۰ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول.
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې، مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۱۱ کړې د وسایطو ضد ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د لغمان ، سمنګان او کندهار ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .
د جنایي جرمونو پروړاندې مبارزه :
د کابل ولایت د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۲ تنه د نشه یی توکې د خرڅولو په تړاود کابل ښار د نهمې امنیتې حوزې د اړونده سیمې نه نیولي دي چې دم ګړۍ ملي پولیسو تر څیړنې لاندې دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)