دخپریدو نیټه :شنبه ۲ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۵۶
د مطلب کود : 79483
هېګل: که امنیتي تړون ژر لاسلیک نه شي امریکايي پوځیان نه شي پاتې کېدای
تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر چک هېګل پرون /جمعه/ وویل، ولسمشر بارک اوباما ته سپارښتنه نه شي کولی چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د پوځي حضور پر پلان فکر وکړي مګر دا چې افغان چارواکي امنیتي تړون سمدستي لاسلیک کړي.
ښاغلي هېګل وویل، د امریکا له متحدو ایالتونو سره له موافقې پرته امریکا نه شي پوهېدای چې افغانان څه غواړي، د امریکايي پوځیانو رول به څه وي او یا څرنګه ماموریت پر مخ بوځي.
هېګل، چې په کاناډا کې له خپل ساري سره په یوه ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې، وویل: پکار ده چې امنیتي موافقه مخکې تر دې لاسلیک شي چې دی ولسمشر بارک اوباما ته سپارښتنه وکړي چې امریکايي پوخیان په افغانستان کې د خپل ژوند د خطر منلو ته دوام ورکړي.
امریکايي چارواکي وروسته له دې د امنیتي تړون په اړه اندېښمن شوي دي چې د افغانستان ولسمشر او ویاند یې ټینګار وکړ چې که مشورتي لویه جرګه او ملي شورا هم امنیتي موافقه لاسلیک کړي کرزی به یې د انتخاباتو تر پای ته رسېدو پوري لاسلیک نه کړي.
کرزي د «شفافو» انتخاباتو په ترسره کېدو کې له افغانستان سره د امریکا مرسته غوټه کړې ده.
پرون د سپینې ماڼۍ ویندوی د ولسمشر کرزي د څرګندونو په ځواب کې خبرداری ورکړی و چې که امنیتي تړون د سږ کال ترپایه لاسلیک نه شو امریکا او متحدان یې په افغانستان کې د پاتې کېدونکو پوځیانو لپاره پلان نه شي جوړولی.
خو پرون د ولسمشر کرزي حکومت د امریکا خبرداری رد کړ، یو وار بیا یې ټینګار وکړ چې د راتلونکي لمریز کال په حمل کې د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته به امنیتي موافقه لاسلیک کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcip5ay.t1a3v26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته