دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 98718
د سرحدونو، قومونو او قبایلو د چارو وزیر وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د خندقونو کېندل د منلو وړ نه دي

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو د چارو وزیر وايي، د ډیورنډ د کرښې پر دواړو غاړو د پرتو ولسونو ترمنځ د اړیکو پرې کول ورته د منلو نه دي.
محمد اکرم خپلواک ازادۍ راډیو ته وویل، دوی به پردې کرښه هیڅ داسې موانع جوړول ونه مني چې د ولسونو ترمنځ د اړیکو د پرې کیدو سبب شي.
دا په داسې حال کې ده چې راپورونه وايي، پاکستاني پوځ د ډیورنډ پرکرښه د بلوچستان په ایالت کې چې دې غاړه یي، کندهار، هلمند او پکتیکا ولایتونه دي د یوې اوږدې کندې ایستل پیل کړي.
ولسمشرحامد کرزي هم د کورنیو چارو د وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوي ته دنده ورکړې ده څو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ له خوا د کندې د ایستلو مساله وڅیړي.
د چارو د ادارې ریاست په یوې خبرپاڼې کې ویلي، په دې پلاوي کې د بهرنیو چارو، دفاع او سرحدونو او قبایلو د وزارتونو مرستیالان هم شامل دي.
خبرپاڼه وايي، دا پلاوی دنده لري چې کره تاریخي اسنادو او شواهدو ته په پام د دې کیندنو موقیعت وڅیړي او خپل مشترک نظرپه لسو ورځو کې ولسمشرته وړاندې کړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaa0no.49na61xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته