دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۴:۲۹
د مطلب کود : 150925
پریږدی چی هیواد بیا هیواد سی

د بهار جلالی؛ افغانستان امریکایی پوهنتون استاده او علی احمد جلالی؛ د داخلی پخوانی وزیر لور تویتر خشم لرونکی بحث په وړاندی غبرګونونه همداسی ادامه لری.

هغی په آخیرو کی خپل تویتر پاڼه کی لیکلی وو: هغه کسان چی افغانستان د افغان-انګلیس دوهم جنګ کی بریتانیا باندی وپلورله، باید مغلولستان، هغه ځای څخه چی راغلی دی، بیرته ولاړ سی.

هغه وخت چی د تویتر ځینی کارکوونکی د هغی څخه په دی اړه توضیح وغوښته، هغی په ځواب کی وویل: هزاره وو! هغه کسان چی د افغان-انګلیس دوهم جنګ کی د بریتانیا جاسوسان وو. هغی په ادامه کی خپل مخاطبان و ( تاریخ نظامی افغانستان ) کتاب تچی د علی احمد جلالی کتاب دی، ارجاع ورکړه او وویل چی دا کتاب ولولی.

بهار جلالی د هغه وروسته چی د سختو غبرګونونو سره مخ سوه، خپل تویتر له منځه یوړه؛ خو په یو نوی تویتر کی ولیکله؛ د افراطی کسانو له لوری د یو خطرناک توطئی قربانی کیدو لاندی راتلو روسته، زه په نفرت منځته راوړنی باندی تورن سوم.

د پراخو غبرګونونو څخه معلومیږی چی د بهار جلالی په وړاندی دا موضع ګیری په حقه دی ځکه چی ددی څخه نژاد پرستانه او نژاد ګرایی نه سی پیدا کیدلای.

آغلی جلالی دا جنجالی توییت سره وښوده چی په غرب کی د عالی تحصیلاتو درلودلو سربیره، اوس هم د وسطایی پیړۍ په ړانده عصبیت ګرایی وخت کی ژوند کوی او د افغانستان جمهوری دولت اساسی قانون په هنداره کی د متکثر اقوامو حضور سربیره، د یو خاص قوم په وړاندی د نورو قومونو دریدو په هڅه کی دی. دا په داسی حال کی دی چی د یو تحصیل کړی او روشان فکرکوونکی شخص په نظر، اوسنۍ وضعیت، د یو دموکراتیک افغانستان ښودونکی او په دی ځمکه کی د ټولو ساکنو بومی قومونو پوری اړوند دی.

هغه نکته چی په دی منځ کی شتون لری دادی چی آغلی جلالی، خپل مخاطبان خپل نفرت منځته راوړونکی پیغام د څیړلو لپاره خپل پلار علی احمد جلالی کتاب ته رابولی. دا په داسی حال کی دی چی د منتقدانو په باور، د معاصر افغانستان سیاسی تاریخ په برخه کی، ډیر کتابونه لیکل سوی دی چی د مرجع کتاب په حیث د ډیو معتبر علمی او پژوهشی کانونو توجه لاندی قرار لری او په ډیرو څیړنیز سرچینو کی د افغانستان سیاسی تاریخ د تیرو اخیرو سل کالو څخه، دا کتابونه هر وخت ارجاع او استناد لاندی قرار درلودلی دی. بنا پردی، آغلی جلالی خپله د افغانستان تاریخی واقعیتونو پوهیدو ته اړتیا لری او ددی اړتیا سته چی خپل پلار کتاب څخه ماسیوا چی تاریخی او پژوهشی سرچینو کی توجه لاندی هم قرار نه لری، اړتیا سته چی افغانستان نور تاریخی سرچینی هم ووایی. شاید په دی ترتیب، واقعیت ښه پوهی ته ورسیږی.

بل نکته داچی آغلی جلالی، د نفرت منځته راوړنی مخکی د قومونو ترمنځ، لمړۍ خپل تکلیف د خپل لمړۍ وطن سره معلوم کړی.

هغی چی د امریکا تحصیل کړۍ او د هغه هیواد تبعه ده او پلار یی د حکومتی لوړو مقامونو رسیدو سربیره، هیڅ وخت امریکایی تابعیت څخه مخ نه دی اړولی او اوس چی په جرمنی کی د افغانستان سفیر ددی ددی څخه چی افغان وی، یو امریکایی دی، خپل وفاداری ښودلو لپاره و افغانستان ته خپل خارجی تابعیت لغوه کړی او وروسته د قومیتونو په اړه خبری وکړی چی په جنګونو او بحرانونو او مصیبتونو او لوی انقلابونو کی، هر وخت لپاره په دی ځمکو کی پاته سو، وینه ورکړه، قربانی سوه؛ خو بیګانه غیږ ته نه ولاړه.

او آخر موضوع داچی پریږدی چی دا وطن بیرته وطن سی. تراوسه هم ددی خاوری ذخمونه ټوله نه دی ښه سوی. هره ورځ ددی مرز او بوم ځوانانو وینه د امنیت، ارضی تمامیت او ملی حاکمیت څخه دفاع لپاره، د ګرګانو له لوری ځمکه باندی توییږی. تراوسه ددی هیواد اقتصاد څرخ د خارجی هیوادونو په مرسته چلیږی. تراوسه زموږ سیاسی نظام پایداری او بقا خارجی نظامی ځواکونو حضور پوری اړه لری او معلوم نه دی، هغه ورځ چی د بیګانه سلطه سیوری هیڅته سی، ددی هیواد راتلونکی به څه وی.

په داسی شرایطو کی، هغه وخت چی یو تحصیل کړی شخص، داسی تعصبی او نفرتی خبری کوی، څنګه باید هیله ولرو چی دا هیواد بیرته هیواد سی او خارجی مرستو ته اړتیا نه درلودلو سره، خپل پښو باندی ودریږی؟

https://avapress.com/vdchivnzm23nmwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته