دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۲
د مطلب کود : 166012
افغانستان د تبعیض او تروریزم قربانی

 
د نمایندګانو مجلس ځینی نمایندګان حکومت په نژادی تبعیض باندی تورنوی.
جعفر مهدوی؛ د کابل نمانده په مجلس کې وایی چی ارګ ماڼۍ قومی تبعیض په اعمال سره خلګ تر برید لاندی راولی.
ښاغلی مهدوی زیاته کړه چی شکاره تبعیض د هزاره ګانو په وړاندی په داخله وزارت او دفاع وزارت کې شتون لری او ددی قوم حضور د حکومت په بدنه کې دوه سلنه هم نه رسیږی.
هغه وویل: د داخلی وزارت ۷۷ ریاستونو او ۳۴ امنیه قوماندانیو څخه یواځی یو ریاست او یو امنیثه قوماندانی د هزاره ګانو په لاس کې دی؛ خو ددی وزارت په ۶ معینیت کې ددی قوم څخه څوک حضور نه لری.
د هغه په وینا، تبعیض او بی عدالتی، د داعش او طالب او تروریستی ډلو ګواښ څخه هم خطرناک دی.
غلام حسین ناصر هم ټینګار وکړ چی افغانستان زامن د حکومت د تبعیض له امله، قربانی کیږی؛ خو حکومت په ټولو برخو کې د دیورند خط مسئله په شان افغانستان خلګو ته دروغ وایی.
دا لومړۍ ځل نه دی چی سیاسی فعالین او خلګو نمایندګان په مجلس کې د دولت په لویو اداراتو کې د یو خاص قوم یو اړخه قوم ګرایی او تبعیض څخه خبری کوی او حکومت مشران په بی عدالتی باندی تورنوی.
افغانستان تاریخ، ټوله تبعیض او ستم او بی عدالتی او قومونو او اقلیتونو جفا څخه ډکه ده.
حاکم دولتونه، په دی برخه کې ډیره توره کارنامه درلودلی. د ملی وحدت حکومت رامنځته کیدو وروسته ددی انتظار وو چی د افغانستان شیعیانو او هزاره ګانو سهم په قدرت او سیاست کې لږ ترلږه یو ځل د تاریخ په اوږدو کې دوی ته ورسیږی او هغوی وکولای شی د عدالت او قانون په اساس دولت باندی اغیزمنده حضور ولری.
کرزی حکومت بیلابیلو دورو کې، وضعیت که څه هم مطلوب نه وو؛ خو اوس وخت ته ډیر ښه وو.
کرزی د دموکراسی او عدالت او قانون تظاهر لاره د اوسنۍ حکومت مشرانو څخه ښه پوهیده. هغه پوهیده چی د هزاره ګانو مطالبه ګری سره په کوم ژبه خبری وکړی؛ که څه هم شاید قلبه راضی نه وو چی هغوی ډیره برخه او سهم ورکړی.
په دی حال کې، د افغانستان شیعه ټولنې علمی او کلتوری او سیاسی نخبګان، هر ممکن توګه، خپل قدرت او حضور د کرزی په رهبری دولت باندی تحمیل او تثبیتوله.
دا وضعیت د اشرف غنی په دولت کې د امکان وړنه دی.
اشرف غنی په داسی حال کې چی وزیران، مشاوران او دولت کلیدی مهری یا رسمآ یا هم سلب صلاحیت کوی او یو تشریفاتی او صوری بازیګرانو باندی بدلوی، د برابری او عدالت او تبعیض نه شتون شکاره کولو لپاره ارګ مستخدمان او ساتونکو ته اشاره کوی!
خو دا د منتقدانو په باور هغه څه نه دی چی د شیعیانو او هزاره ګانو عادلانه او حقیقی سهم د قدرت په چهارچوکاټ کې په ښه توګه ادا او ورکړی.
صادق مدبر؛ ریاست جمهوری چارو اداری پخوانۍ مشر هم په ارګ ماڼۍ کې د هزاره ګانو او شیعیانو کم حضور څخه اندیښنه څرګند کړی دی.
دا همغه سیاسی او اداری تروریزم دی چی د القاعده او داعش او ... تروریزم ترڅنګ دا سوله غوښتونکې او مستعد او وفادار اقلیت په بی رحمی سره تر برید لاندی راوړی او لکه څنګه چی ښاغلی مهدوی هم ورته اشاره وړه، د داعش او نورو تروریستی ډلو څخه ډیر هم قربانی اخلی او هغوی په حق کې ستم ترسره کوی؛ هغه څه چی افغانستان وضعیت تر اغیز لاندی راوړی او لاره د یو آرمانی او ایده آل ملی وحدت لرونکې ټولنې جوړولو لپاره بندوی.
 
https://avapress.com/vdcb80b85rhb0gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته