دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۰۰
د مطلب کود : 151027
اشرف غنی سفر و کندهار ته


د کندهار ولایتي چارواکي وايي، ټاکل شوې جمهوررئیس محمد اشرف غني به دغه ولایت ته د خپل ننني سفر پرمهال ولایتي چارواکو او سیمه ایزو مخورو سره د لیدو کتنو ترڅنګ د کندهار په هوایي ډګر کې په هغه غونډه کې هم ګډون وکړي چې افغان هوايي ځواک ته دبلیک هاک پرمختللو امریکايي هلیکوپټرو د سپارلو په مناسبت په پام کې ده د نن ورځې په اوږدو کې جوړه شي، چې د امریکا د پوځ له افغان هوايي ځواکونو ته ورکړل شوي دي.

د کندهار ولایتي چارواکي وايي چې جمهوررئیس غني کندهار ته رسیدلی او تمه چې د افغانستان د زارعتي علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کې به د خلکو یوې غونډې ته وینا وکړي.

د افغانستان د زارعتي علومو او ټکنالوژۍملي پوهنتون ودانۍ د دامان ولسوالۍ کې د کندهار هوايي ډګر ترڅنګ د ترنک زراعتي فارم سره نږدې موقعیت لري.

کندهار ته د جمهورئیس غني سره په دې سفر کې د سرحدونو او قومونو د چارو سرپرست وزیر ګل اغا شیرزی، د بهرنیو چارو سیاسي معین حکمت خلیل کرزی او د افغان حکومت یو شمیر نور چارواکي ملګرتیا کوي.

د افغانستان د زارعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کې جوړې شوې غونډې ته د دغه پوهنتون د استادانو او محصلینو سربیره د کندهار ولایت زیات شمیر مخور او قومي مشران هم بلل شوي دي.

ټاکل شوې چې چمهوررئیس غني به د دغو مراسمو وروسته د کندهار په هوايي ډګر کې په یوه غونډه کې چې د امریکا د پوځ له خوا افغان هوايي ځواکونو ته د بلیک هاک هلیکوپټرو د لومړۍ جوپې د سپارلو په مناسبت جوړیږي هم برخه واخلي.

ټاکل شوې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د قاطع ماموریت د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن هم په دې مراسمو کې د ګډون سربیره د غونډې برخه والو ته وینا وکړي.
@avapress_ps

https://avapress.com/vdcb58b8zrhbsgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته