دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۳:۰۲
د مطلب کود : 155341
د ناپیژانده هلیکوپترانو دوسیه؛ د روسیه اصرار، د امریکا انکار



ضمیر کابلوف؛ د افغانستان لپاره د روسیه خاص نماینده ویلی دی چی مسکو د ناتو څخه د قبول وړ ځواب د ناپیژانده هلیکوپترانو په اړه چی داعش جنګیدونکو ته په افغانستان کی اسلحه لیږدوی، نه دی ترلاسه کړی.
ښاغلی کابلوف وویل: موږ په افغانستان کی د داعش خارجی ملاتړ څخه اندیښمند یو. موږ ډیر ځلی افغانستان کی د هلیکوپترانو په واسطه د داعش جنګیدونکو او هغوی اسلحو د لیږد خبره مطرح کړی دی.
د هغه په وینا، مسکو د ناپیژانده هلیکوپترانو مساله د سازمان ملل امنیت شورا کی د افغانستان وضعیت په اړه مطرح کړی دی او د سازمان ملل ماموریت څخه په دی برخه کی د یو مفصل ګزارش ترلاسه کولو په صبر یو.
کابلوف همدارنګه وویل چی ناتو څخه چی افغانستان فضا په کنترول کی لری، په دی اړه توضیحاتو غوښتنه کړی؛ خو ددی سازمان ځواب د مسکو لپاره قانع کوونکی نه وو.
د افغانستان دفاع وزارت دا اظهارات رد کړی او ویلی دی چی داعش پوری اړوند کسان په افغانستان کی تروریستی مراکزو رامنځته کولو توان نه لری، نو د همدی لپاره مسکو دی اندیښمند نه وی.
څیړونکی وایی چی په افغانستان کی د داعش رشد او پیاوړۍ کیدو څخه د روسی چارواکو یو په بل پسی اندیښنې، دا شکاره کوی چی مسکو د نږدی څخه او ډیر په دقت سره وضعیت تر نظر لاندی لری او ډیر څه باندی پوهیږی.
دا په دی معنی دی چی روسان د ممکن بدترینو شرایطو لپاره، یعنی د روسیه نفوذ لاندی سیمو او ګټو په وړاندی د داعش عملیاتی او جنګی مرحلی ته تللو آماده کیدو لپاره، لازم تدابیر او تمهیدات هم تر لاس لاندی نیولی دی.
که څه هم د پوهانو په باور، په اوسنۍ شرایطو کی چی افغانستان سراسر د ناتو سیطره او سلطه لاندی دی او له بل لوری، په کابل کی د امریکا تر ملاتړ لاندی یو حکومت پر کار دی چی محتاطانه توګه دی ته مایله ده چی مسکو سره اړیکې، عادی او غیری راهبردی باقی پاته سی، داسی وضعیت نه سو تصور کولای چی په اساس یی، روسیه د خپل حق او ګټو څخه دفاع لپاره، مستقیمآ جنګی عملیاتو ته اقدام وکړی- هغه تجربه چی په سوریه کی یی شاهد وو- په دی سره که شرایط نور هم ددی څخه بحرانی سی او روسیه هڅې په سازمان ملل کی کوم نتیجی ته ونه رسیږی، ددی احتمال سته چی روسان نور سختګیرانه اقدامات په نظر کی ونیسی؛ لکه محدود هوایی عملیاتونه د تروریستی ځواکونو زده کړو او استقرار مراکزو باندی د افغانستان په شمال کی؛ هغه کار چی امریکا کلونه کیږی د پاکستان او یمن په شان هیوادونو کی د تروریستی مراکزو د منځه وړلو په بهانه ترسره کوی.
په حقیقت کی د امریکا دا اقدامات چی په شکاره توګه د بین المللی اړیکو قوانینو خلاف ترسره کیږی، روسیه ته هم دا امکان ورکړی دی چی په افغانستان کی د ناتو او امریکا نظامی حضور سربیره، خپل ګټو څخه ساتنې په بهانه، تروریستان تر هدف لاندی ونیسی.
د نظامی او استراتژیک مسایلو کارپوهانو په باور، دا به د ناتو او امریکا په ګټه وی چی د روسیه پوښتنو ته په سمه توګه ځواب ورکړی او په دی ترتیب، دوهم سوریه باندی افغانستان بدلیدو مخه ونیسی.
خو که غرب او امریکا همداسی د روسی چارواکو صریح اندیښنی او اخطارونه نادیده ونیسی، بیله شکه، د مسکو لپاره به هم د لوبې قواعد بدلون وکړی او په دی توګه افغانستان شمال کی د تروریستانو په وړاندی د روسیه اقدامات هم د پیش بینی وړ دی؛ همغه پیښه چی د امریکا او امریکا ملاتړ کوونکو له لوری په سوریه کی ترسره سو او د هغه هیواد سیاسی بحران حل لارو نور هم پیچلتیا لامل سو.

https://avapress.com/vdceen8zzjh8nxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته