دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 142873
افغانستان او پاکستان د مرزی مشکلاتو د پای ته رسولو لپاره سره توافق وکړ
افغانستان او پاکستان او ناتو په یو دری اړخیزه ناسته کی په پاکستان کی ددی دوو هیوادونو ترمنځ د مرزی مشکلاتو د خلاصون لپاره توافق ته ورسیدل.
دافغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، دا نسته د جمعی په ورځ ۲۲ ثور د پاکستان په راولپندی کی جوړ سو او په هغه کی کابل او اسلام آباد سره تعهد وکړ چی د امریکا سره یوځای د داعش او نورو ترهګرو ډلوسره د مبارزی لپاره د سیمی امنیت او مرزونو ثبات لپاره سره همکاری کوی.
د افغانستان دفاع وزارت وایی تر څو چی پاکستان په خپلو خبرو کی صادقهنه وی، یواځی د هراس افګنۍ په وړاندی مبارزی شعار کافی نه دی او نه سی کولای کوم مکشل حل کړی.
په همدی مقصد دجمعی په ورځ د پاکستان ځواک لوړپوړي چارواکی د افغانستان ځواک ستاد معاون او دناتو د نمایندی په حضور سره په راولپندی کی ناسته جوړ کړه.
په دی ناسته کی د دری اړخیزو همکاریو په اړه بالخصوص سیمی امنیت او ثبات او مرزی امنیت په اړه خبری وسوی.
عاصم بجوا، د پاکستان ځواک ویاند په دی اړه وویل: د داعش سره مبارزی او اطلاعاتی او نظامی همکاری د سیمی امنیت او ثبات لپاره دری اړخیزی توافق ترڅنګ، د مرزونو بهتر کنترول او مرزی مشکلاتو د مخنیوی لپاره مشترک اقدام په اړه هم بحث وسوی.
پاکستان هر وخت د هراس افګن او ترهګرو د مالی ملاتړ او د هغوی لپاره د لانو جوړولو باندی تورن دی، آیا خپلو خبرو باندی چی د هراس افګن ډلو سره مشترک مبارزی او مرزی مشکلاتو د ختمولو لپاره به صادقه وی؟
دولت وزیر، د افغانستان دفاع وزارت ویاند په دی اړه وویل: هغه مشکلات چی د مرز په لړ کی د اسپین بولدک څخه رامنځته سوی دی باید تر بحث لاندی ونیول سی خو مهم دادی چی هر څه چی وایو په هغه باندی عمل وکړو. موږ هر وخت هر څه چی ویلی وی په هغه مو عمل کړی دی خو دا پاکستان دی چی په خبرو او عمل کی یی بدلون سته.
بیله دی، پاکستانی رسنۍ ګزارش ورکړی دی چی ددی شپږ ساعتونو ناسته کی، دری اړخه د داعش د ماتی په اړه ټینګار کړی دی خو هغه څه چی دفاع وزارت هغه نه قبلوی او ټینګار کوی باید محور داعش نه بلکه ټوله ترهګریز ډلی وی.
وزیری وویل: په افغانستان کی بیله داعشه ۲۰ تروریستی ډلی فعالیت لری. موږ د پاکستان څخه غواړو چی ددی ټولوډلوپه وړاندی د افغانستان سره یوځای مبارزه وکړی او دی ډلو ته پاکستان ته داخلیدو اجازه ورنه کړی.
له بلی خوا ځینی نظامی پوهان په دی باور دی چی دداسی ناستو جوړونه نه سی کیدلای چی د مرزی مشکلاتو ختمولو او د ترهګریز ډلو د ماتی لپاره موثره وی.
میرزا محمد یارمند، نظامی پوه په دی اړه وویل: داسی ناستی یواځی لنډ وخت لپاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مرزی مشکلاتو حل لاره کیدلای سی. خو د یو اوږد مدته حل لپاره باید د افغانستان او پاکستان مرزی مشکلاتو لپاره یو لوی سیاسی ناسته رامنځته سی او ټوله نړۍ ورباندی نظارت وکړی ترڅو پاکستان په خپلو خبرو او عمل کی صادقه وی.
یوه اوونۍ مخکی افغانستانی او پاکستانی نظامیان د مرز په اوږدو کی د اسپین بولدک ولسوالی کی سره ونښته چی هردواړو لورو ته زیان واوښتۍ.
تر اوسه چی د نښتی څخه څو ورځی تیر سوی دی د اسپین بولدک مرز تراوسه هم تړلی دی او مسافرانو او تجارتی کالاوو ته اجازه نه ورکول کیږی چی ددی لاری څخه لیږد او رالیږد ترسره کړی.
https://avapress.com/vdca0un6e49nya1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته