د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) د خبر له مخی، سیمه ایز رسنۍ د کندهار د سیمه ایزو سرچینو څخه ګزارش ورکړ چی دا برید تیره شپه د شاه ولی کوت په ولسوالی کی د کندهار په ولایت کی د ملی ځواکونو پوستو باندی د طالبانو له لوری صورت نیولی دی.
ددی ګزارش په اساس په دی برید کی ۱۶ سرتیری شهید، ۸ تنه ټپی او څلور نور سرتیری د طالبانو له لوری په اسارت نیول سوی دی.
د ملی ځواکونو دا پوسته د شاه ولی کوت ولسوالی د زنګیتان په کلي کی موقعیت لری.
دا په داسی حال کی دی چی طالبان د چهارشنبی په ورځ د شاه ولی کوت اچکزی کلی کی یو بل پوستی باندی برید وکړ چی په نتیجه کی ۱۱ سرتیری ژوند له لاسه ورکړ.
تر اوسه د ځواکونو نظامی مقامات په دی اړه کوم جزئیات نه دی ورکړی.