دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 89123
په زابل کې د موټرو ټکر دوولس تنه مړه کړي
نن سهار په زابل کې له مسافرو ډکو دوو موټرو ټکر کړی دی چې پکې تر اوسه پورې دوولس تنه مړه شوي او تر شلو زيات زخمي شوي دي. د مسافرو دغه موټر يو له زابل څخه کندهار او بل د کندهار له خوا د زابل پر لوري روان وو.
پېښه د زابل د شهرصفا ولسوالۍ په پولادګي سيمه کې نن سهار شوې ده چې له امله يې دوولس تنه مړه شوي او تر شلو زيات زخمي شوي دي.
سيمه‌ييز چارواکي وايي، ټکر له هلمند څخه د هلمند بس شرکت يوه را روان موټر او له زابل څخه د کندهار پر لور وتلي ټونس ډوله موټر کړی دی.
په پېښه کې د مړو شويو کسانو زيات برخه د ټونس او د ټپي شويو هغو بيا د درې سوه درې موټر سپرلۍ دي.
د شهر صفا ولسوال عبدالخالق ايوبي وايي، سيمې ته يې د مرستې لپاره خلک لېږلي دي چې زخميان روغتون ته ورسوي.
خو د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار بيا په پېښه کې د مړو شويو کسانو شمېر اته تنه ښيي.
دی وايي، په پېښه کې ډېر زخمي شوي کسان يې د کندهار ميرويس روغتون ته لېږلې او هغوی چې زخمونه يې سخت نه وو، د زابل په ملکي روغتون کې تر درملنه لاندې دي.
يوولس ورځې وړاندې د غزني په ملانوح بابا سيمه کې هم يو درې سوه موټر له سړکه اوښتی وو چې له امله يې اووه تنه مړه شوي او شل نور زخميان وو.
د کابل کندهار پر لويه لاره ټرافیکي پېښې د موټر چلوونکيو د بې‌غورۍ له امله کېږي، خو زيات وخت په مسافرو ډک موټرونه هغه کندو ته لوېږي چې د طالب وسله والو د ماينونو له امله د سړک په منځ کې جوړې شوې وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcae6na.49nou1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته