دخپریدو نیټه :جمعه ۲۸ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۵۶
د مطلب کود : 133936
له مشرانو او سیاسي شخصیتونو سره مشورتي ناسته وشوه
د هېواد سیاسي او جهادي مشرانو سره د عمده ملي، امنیتي او سیاسي مسایلو په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې نن ماښام د ټاکنیزو کمیسیونونو نوماندانو د مرکو د پایته رسېدو مشورتي ناسته په ارګ کې جوړه شوه. په پیل کې جمهور رئیس د هېواد سیاسي او جهادي رهبرانو او مشرانو ته دښه راغلاست په ترڅ کې د غوراوي کمېټې له رئیس او غړو څخه وغوښتل چې د ناستې ګډون کوونکو ته د خپلو کړنو راپور وړاندې کړي. د غوراوي کمېټې رئیس قضاوتمل جاوید رشیدي وویل، موږ خپل کار له صفر پیل کړ او په پیل کې له ۴۰۰ زیات غوښتنلیکونه موجود وو، مګر موږ یوه اونۍ نور هم فرصت ورکړ چې زیات نوماندان مراجعه وکړي او جمعاً د دواړو ټاکنیزو کمیسیونونو لپاره ۷۲۰ تنو غوښتنلیکونه ورکړل او زموږ لومړنیو ارزونو وښودله چې له ۳۰۰ څخه زیاتو کسانو د عمر او تحصیلي رشتې د نه مطابقت له امله شرایط پوره نه کړل. هغه زیاته کړه، غوراوي کمېټې د نوملړ د نهایي کولو لپاره د تحصیل، تجربې او مهارت په ګډون حداقل لس شاخصونه په پام کې ونیول. د غوراوي کمېټې رئیس وویل، موږ له څو دوره مرکو وروسته تېره چهارشنبه نهایي نوملړ چې ۲۱ تنه د ټاکنو کمیسیون او ۱۵ تنه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون لپاره وو، جمهوري ریاست ته وړاندې کړ. د ناستې په ادامه سیاسي شخصیتونو هر یوه محمدعمر داوودزي، وحیدالله سباون، انوارالحق احدي، فاروق وردک، عبدالحکیم مجاهد، قاضي محمد امین وقاد، استاد محمد محقق، ډاکټر عباس بصیر، انجنیر کریم امین ، عبدالکریم خرم، امرالله صالح، عطامحمد نور، ضراراحمد مقبل او ملا سیدمحمداخوند په ترتیب د غوراوي کمېټې د کار د شېوې په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل. وروسته جمهور رئیس غني د هغوی له نظریاتو او نیوکو مننه وکړه وې ویل، حکومت په هیڅ وجه د نورو بنسټونو په چارو کې مداخله نه کوي. هغه زیاته کړه، د ټاکنو نوي قانون کې د لومړي ځل لپاره تخلف جرم وګڼل شو او دا مهمه نکته کولای شي، په ټاکنو کې د تخلفاتو مخنیوی وکړي. جمهور رئیس وویل، شفافې ټاکنې د سیاسي قشر اجماع او همکارۍ ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه، له ټولو نوماندانو سره مرکې شوي او مهم معیارونه په پام کې نیول کېږي او امانتداري د ټاکنیزو کمیسیونو له معیارونو څخه یو دی. محمد اشرف غني ټینګار وکړ، ټاکنې یوه ملي مسئله ده چې دقت او مشورې ته اړتیا لري او له هغوی یې وغوښتل چې خپل لیدلوري په لیکلي ډول شریک کړي. ورپسې د جمهور رئیس دویم مرستیال محمدسرور دانش وویل، ستاسو ټولې مطرح شوې پوښتنې په راتلونکې غونډه کې ارزول کېږي. هغه زیاته کړه، د ټاکنو اړوند مسایل ایجابوي چې ټول ګوندونه او سیاسي جریانونه په دې اړه خپلې طرحې شریکې کړي. د ناستې په پای کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله خبرې وکړې وې ویل، د غوراوي کمېټې په کار کې هیڅ مداخله نه کېږي او هغه چې لازم وو هغه یې ترسره کړل. هغه له سیاسي قشر څخه وغوښتل چې منسجم لیدلوری ولري. ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، که سیاسي قشر تصمیم ونیسي او د همکارۍ روحیه ولري راتلونکې ټاکنې به ښې ترسره شي. اجرائیه رئیس ټینګار وکړ، چې له ټاکنو پرته بله لاره نه لرو، د ټاکنو ترسره کولو لپاره سیاسي اراده شته. هغه وویل، د ګډون کوونکو وړاندیزونه به د یکشنبې په غونډه کې وارزول شي.
https://avapress.com/vdcaeen6i49neo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته