دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 152737
غني او مایک پنس ټلیفوني خبرې کړي

دغه خبرو کې د سویلې آسیا او د افغانستان لپاره د امریکا نوې تګلارې او د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه بحث شوی، په داسي حال کې چې په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو غونډه هم روانه ده.

د امریکا ولسمشریزې مانۍ د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي دغو خبرو کې د امریکا ولسمشر مرستیال مایک پنس د امریکا متحدو ایالتونو د نوې ستراتیژۍ د پلې کېدو او د سیمې په عمومي وضعیت باندې د هغې پر اغېز، د هېواد د امنیتي او دفاعي بنسټونو د پیاوړتیا، له تروریزم سره پر مبارزې، اصلاحاتو او له اداري فساد سره د مبارزې، سولې پروسې او د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه بحث او خبرې وکړې.

همدارنګه پنس ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ چې دولت او خلک به یې همدغسې د افغانستان د دولت او خلکو ترڅنګ پاتې شي او خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

ولسمشر غني او مایک پنس دغه ټلیفوني خبرې په داسي حال کې کوي چې اوس مهال د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو ناسته روانه ده او د بحث مهمه موضوع هم افغانستان ته نورو ځواکونو لیږدل دي.

پرون د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم په دغه ناسته کې وویل چې دوی به افغانستان نور ځواکونه واستوي خو کره شمیره یې نده په ډاګه کړی.

ټاکل شوې په ننۍ ناسته کې د افغانستان د فاع وزارت سرپرست ډګر جنرال طارق ‌شاه بهرامي او ورسره پلاوی هم برخه واخلي، او افغانستان ته د نورو ځواکونو استولو شمیر هم په ډاګه شي.

https://avapress.com/vdcaeun6049nm01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته