پخوانى طالب چارواکى ملا اغاجان معتصم وايي چې د بهرنيانو له وتلو سره په افغانستان کې د جګړې د ادامې لپاره جواز نه پاتې کېږي.
ملا معتصم چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ماليې وزير و او اوس په ترکيه کې اوسېږي وویل: له هېواد ه د بهرنيو ځواکونو د وتلو وروستۍ شېبې دي او ډېر ژر د افغانستان سياسي راتلونکی د افغانانو لاس ته لوېدونکی دی. ملا معتصم له افغانانو غوښتي، چې په خپلو منځو کې اتحاد او یووالی راولي.
ملا معتصم ويلي: په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو شتون پای ته رسېدو ته نږدې دى، او ورسره د جګړې ټول اسباب او وجوهات له منځه ځي. دى وايي: ((په کار ده چې د دغو عواملو د له منځه تللو کوښښ وکړو، نه دا چې د خپلو ناسمو کړنو له خاطره په خپل هېواد باندې يرغلګرو قواوو ته د پاتې کېدو شرايط او جواز نور هم برابر کړو او يا درېيم خارجي تېري ته لاره هواره کړو.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)