د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د خوست په ولایت کې هغه پرونی ځان مرګی تروریستي برید چې له امله یې زموږ یو شمېر روژه لرونکي بې ګناه هېوادوال شهیدان او ټپیان شول، په کلکو ټکو وغانده.
جمهور رئیس غني وویل چې د افغانستان دښمنان حتی د روژې په مبارکه میاشت کې هم چې د طاعتونو او عبادتونو میاشت ده زموږ د بې ګناه خلکو له وینو تویولو څخه لاس نه اخلي چې د هغوی دغه ډول عملونه د ټولو دیني او انساني ارزښتونو پرخلاف او د روژې مبارکې میاشتې او د انسان ژوند ته د بې حرمتۍ ښکارندوی دي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب د شهیدانو پاتې کسانو ته وړاندې او د لوی خدای له دربار څخه ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هیله کوي

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)