دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۰۴
د مطلب کود : 106251
په تل ابیب کې په کاربم چاودنې کې څلورصهونیسټان مړه اوټپیان شول
د العهد خبری چینل له قوله بیګا راپورورکړی دتل ابیب په جنوب کې په رحوفوت ښارګوټي کې په کار بم چاودنې کې یو صهونیسټی هلاک اودرې نور ټپیان شوي دي.
له دې سره په یو وخت المینار ټيلیوژني چینل هم راپورورکړی چې په ټپیانو کې دوه صهونیسټان مرګی حاله دي.
په دې باب نور جزیات نه دي خپره شوي.
فرانس پریس آژانس هم راپورورکړی دفلسطین داردن سین په لودیځي غاړې کې دصهونیسټ رژیم پوځیانو په حملې کې هم یو فلسطینی شهید شوی دی . راپورښئ یوبل فلسطینی هم بیګا دنابلس ښار په شاوخوا کې دصهونیسټي عسکرو په حملې کې سخت ټپی شوی دی.
راپورښئ پرون داردن سین په لودیځي غاړې کې په کفرقدوم سیمې کې دکلائې او ښارګوټو جوړونوې په ضد په مظاهره چینانو دصهونیسټي عسکرو په حملې کې په لسګونو فلسطینان ټپیان شوي اویوشمیر نور هم نیول شوي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcamin6649nwu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته