د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر کورنو د هاون مرمیو د لګېدو له امله د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۲ تنه شهیدان شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي .
دغه پېښې نن د وږې په ۸ مه له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د سیداباد ولسوالۍ په کروخیلو او یوسف خیلو سیمو کې رامنځته شوي .
په کروخیلو سیمه کې وسله والو طالبانو یو هاون مرمۍ د ملي اردو پر پوستو د توغولو په موخه ځآی پر ځای کړې وه،چې پر یو کور لګېدلې .
په دغه پېښه کې د ۵ مېرمنو او ۵ ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شوي،چې د درې تنو روغتیایي حالات هم نازک دی او د درملنې په موخه مرکز کابل ته لیږدول شوي دي .
په همدې حال کې د یادې ولسوالۍ په یوسف خیلو سیمه کې هم د وسله والو طالبانو لخوا د توغول شوي توغندې د لګېدو له امله دوه ماشومان شهیدان شوي دي .
تر دې وړاندې هم په میدان وردګو ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې پر مهال ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات پر یادو پېښو خواشیني څرګنده کړې او قربانیانو ته یې د جنت الفردوس،روغتیا او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کړې .

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)