دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 126691
له دوه سوه اتيا تنو ځوانانو څخه آزموينه واخستل شوه
د لويې څارنوالۍ په مسلکي بستونوکې د ګومارنې په موخه د ٢٨٠ تنو نارينه و او نجونو څخه د لويې څارنوالۍ په انګړکې آزموينه واخستل شوه .
باختر آژانس ته په را رسيدلي خبرکې ويل شوي دي:
په دې آزموينه کې د څارنوالۍ د واک او تشکيل د قانون د ٢٨ مې مادې چې د حقوقو او سياسي علومو او شرعياتو پوهنځيو د فراغت سندونه درلودل؛ د سياسي تنظيمونو نه غړيتوب، د حقوقي ستاژ او يا هم درې کاله کاري تجربه لرونکې او ٢٤ کاله عمر يې بشپړ کړى وي؛ په شرايطو برابرکسانو برخه اخستې وه چې له يادې شمېرې څخه دلوړو نمرو په ترلاسه کولو سل تنه دهېواد په بېلابېلو ولايتونو د څارنوالۍ مسلکي بستونوکې پر دندو وګومارل شي.
ياده آزموينه د ټاکل شوې ګډ پلاوي تر نظر لاندې واخستل شوه.
د لا روڼتيا په موخه د يادې آزموينې د ګډون کوونکو له جملې څخه څلور تنه د يادې آزموينې کميټې ترڅنګ د آزموينې د پارچو د ليدنې د څارنې په موخه وګومارل شول.
د لويې څارنوالۍ په اډانه کې ياده آزموينه د اصلاحاتو او سمونې د طرحې پربنسټ ترسره شوه چې دغه آزموينه د حقوقو او شرعياتو له پوهنځيو څخه د فراغت حقوقي ستاژ دورې او کاري تجربې په پام کې نيولو سره ترسره شوه.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوى څارنوال محمد فريد (حميدي) ياده آزموينه شفافه وبلله او ويې ويل: هيڅ وخت به په ضوابطو روابطو ته ترجيح ورنه کړي.
ښاغلي حميدي دغو اشخاصو ته د اشارې په ترڅ کې وويل: موږ هيله مند يو هغه ځوانان چې په لويه څارنوالۍ په اډانه کې ګومارل کيږي؛ خپلو دندو خلکو او هېواد ته ژمن اوسي، لويه څارنوالى اداره، د اداري فساد پر وړاندې په مبارزه کې د لومړيتوبونو له جملې څخه ده، د دې کرغيړنې پديدې پر وړاندې موږ بايد تر پخوا خپلې هڅې لا ګړندي کړو .
ده زياته کړه: څوک چې لويې څارنوالۍ ته راځي؛ د عدالت د تامين لپاره مراجعه کوي. دا بيا زموږ مسووليت دى چې قانون پلى او عدالت تامين کړو.
د يادونې وړ ده چې د لويې څارنوالۍ په اډانه کې په مسلکي بستونوکې د ګومارنې په موخه په لوړه پيمانه نارينه او نجوني په آزموينه کې برخه اخلي، د نوى او ځوان ځواک د ګومارنې او جذب، د دې ادارې د اصلاحاتو او سمونې يوه برخه ده .
https://avapress.com/vdcaoin6649nui1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته