دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 96332
دایران داسلامی جمهوریت ؤلس مشر، د فلسطین مسئله، د معاصری نړۍ ډیر زوړ کړکیچ و باله
داسلامی ایران ولسمشر، حسن روحانی، نن سهار،په تهران کی، د ناپیلتوب غورځنګ، دفلسطین د کمیټی د غړیو هیوادونو، دخارجه وزیرانو په غونډه کی، وویل : دغه غونډه؛ دغزی د وضعیت د څیړلو؛ او د غزی د اوسیدونکوسره د مرستی د کولو په غرض، د عملی لارو د موندلو لپاره، یو ډیر ښه فرصت دئ .
داسلامی ایران ؤلس مشر زیاته کړه : اسرائیلو، په تیرو اونیوکی، دانسانی اصولو؛ نړیوالو قوانینو؛ او د بشری حقوقو په ترپښولاندی کولو، او په نابرابره جګړه کی، د ډیرو پرمختللو وسلو څخه په کار اخیستو سره، د غزی په تړانګی باندی حملی کړی دی .
ښاغلی حسن ر وحانی، ددی ټکی په بیانولوسره چی، د اسرائیلو د ماشوم وژونکی رژیم پوځ، په هدفمنو حملوسره، د غیر پوځیانو وژلی، او د مسجدونو او مدرسو په شمول، د بنسټیزو تاسیساتو ورانولوته دوام ورکړئ دئ؛ ټینګار وکړ : بین المللی ټولنو؛ په تیره بیا د ملګرو ملتو دامنیت شورا، د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو څخه په مخنیوی کولوکی، بی پامی او غفلت دی حد ته، رسولئ دئ چی، دغه رژیم په سپین سترګۍ سره، په غزه کی، ټپیانو ته دمرسته رسونی په وړاندی خنډ شوئ دئ .
د ناپیلتوب غورځنګ، دفلسطين کمیټی دغړیو هیوادونو، د خارجه وزیرانو یوه ورځنۍ غونډه، نن سهار؛ د ایران دخارجه وزیر په ریاست، او د نړۍ د ۴۰ هیوادونو د استازیو په حضور سره، په تهران کی، جوړه شوه .
دایران اسلامی جمهوریت، الجزایر، بنګلادش، کیوبا،مصر ، هند، سنګال، جنوبی افریقا، زامبیا، فلسطین ، زیمبابوه، اندونشیا، او ملیشیا، دناپیلتوب غورڅنګ، دفلسطین دکمیټي ، ۱۳ غړی هیوادونه دی .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaueno.49nie1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته