دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۲۳
د مطلب کود : 125421
د تخیل قدرت او قوت!
ښوونکي خپلو زده کوونو ته وویل: (( فکر وکړئ، تاسو د یوه شرکت او یا هم په ټوله کې د یوې ادارې مسؤول او مشران یئ، په همدې اړه یو څه ولیکئ!))

ښوونکي خپلو زده کوونو ته وویل: (( فکر وکړئ، تاسو د یوه شرکت او یا هم په ټوله کې د یوې ادارې مسؤول او مشران  یئ، په همدې اړه یو څه ولیکئ!))
ښوونکي ولیدل، چې  ټولو زده کوونکي ښکته سرونه په خپلو کتابچو کې پر لیکلو لګیا دي، خو یو یې همداسې په خپلو افکارو کې غرق، لاس تر زنې ناست او له کړکۍ یې بېرون ګوري. ښوونکی نېږدې ورغی ، پوښتنه یې ترې وکړه: « ته ولې څه نه لیکې؟» زده کوونکي وویل:« په تمه یم، چې منشي مې راشي او ټایپ یې کړي» دې ته وایي د تخیل او تجسم قوت!.

که انسان وکولای شي ۶۸ ثانیې په خپلو واقعي غوښتنو تمرکز وکړي…

د ډیری بریالیو کسانو په ځانګړې ډول د ((جذب د قانون)) په حوزه کې د (( ایستر هیکس)) د نظریو په ګډون په زړه پورې نورې او دې ته ورته نظریې شته دي.
دوی وایي: (( که انسان وکولای شي یوازې ۱۸ ثانیې په خپلو واقعي غوښتنو فکر وکړي، نو د کائناتو په نړئ کې به یو ستر زنګ وکړنګوي او په اهتزاز به یې راولي.
دغه ډول توجه کولای شي ټوله هستي د همدې کس په لوري جذب کړي. که دغه ۱۸ ثانیې ۶۸ ثانیو ته ورسېدې نوره نو خبره خلاصه ده، هغه وخت بیا ټوله هستې داسې کیږي، چې دغه تمرکز شوي فکر ته د حل لاره پیدا کړي.
که هلې وي پوره یې کړي او که پوښتنې وي ځواب یې کړي. په لومړي سر کې  کېدای شي ۶۸ ثانیې تاسو ته بې مانا او کم عدد ښکاره شي، ۶۸ ثانیې یعنې یوه دقیقه او ۸ ثانیې! د ډېری خلکو په باور ۶۸ ثانیې تمرکز کول هېڅ کار هم نه دی!

ښه نو تاسې هم دغه ډول فکر کوئ؟ ډیره ښه خبره ده! آزمایښت وکړئ.
و به وینئ، چې لا به ۱۸ ثانیې نه وي پوره شوې ستاسو ذهن به منحرف شوی وي او د ذهن له ژورې برخې څخه به مو نوې څه فکر ته راغلي وي نو دغه څه باید جدي ونه نیول شي له دې ډول لوبو تېر شئ او د ژوند په اصلي لارو چارو فکر وکړئ، موږ همداسې عادت شوي یو، چې بې له فکره کلو څخه د عادت له مخې ژوند کوو.
کله چې سهار وختي له خوبه پاڅېږو بې له دې، چې ۶۸ ثانیې تمرکز وکړو په سهارنۍ پیل کو او د ندې پر لوري ځو؛ به له دې چې ۶۸ ثانیې د خپلو ورځنیو کارونو په اړه فکر وکړو.


https://avapress.com/vdcaumn6649nuy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته