دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 119806
ناټو په افغانستان کې د خپل ماموریت راتلونکي ته خوشبیني څرګنده کړه
د بلجیم د پلازمینې بروکسل په غونډه کې به د ناټو او د هغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران چې په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ په ماموریت کې ونډه لري دغه راز له ۲۰۱۸ کال وروسته د درېیو کلونو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل مساله وڅیړي.

له نننۍ غونډې مخکې د ناټو د سرمنشي په ګډون د ناټو یو شمېر لوړ پوړو ډیپلوماټانو پرون به بروکسل کې په افغانستان کې د خپل ماموریت راتلونکي ته خوشبیني څرګنده کړه.

ناټو نن د هغه ماموریت پر څرنګوالي خبرې کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنې، ملاتړ او هغوی ته په سلا ورکولو متمرکز دی.

هغه ماموریت چې په افغانستان کې د دې سازمان د محارب ماموریت له پای ته رسیدو سره-سم د روان میلادي کال د جنوري د میاشتې راهیسې رسماً پیل شوی دی.

د ناټو د ۲۸ غړیو هېوادونو او په افغانستان کې د دې سازمان د قاطع ملاتړ د ماموریت د نورو ګډونوالو د بهرنیو چارو وزیران نن د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د روان کال تر پایه د دغه ماموریت پر دوام او هم له نوي میلادي کاله یې د نوې مرحلې د پیلیدو پر لارو چارو خبرې کوي.

د ناټو چارواکي وایي چې تر اوسه یې ماموریت په افغانستان کې نه دی بشپړ شوی.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې مخکې پرون به بروکسل په یوه خبري کنفرانس کې وویل:

"موږ به د افغانستان امنیتي وضعیت ته په پام سره پر خپل ماموریت غور وکړو.

موږ به د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني او خپلو عملیاتي شریکانو سره په ګډه دا کار وکړو، هغه شریکان چې له موږ سره یې د افغانستان په عملیاتو کې ونډه اخیستې ده.

موږ به په دې اړه چې په ۲۰۱۶میلادي کال کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، هغوی ته د سلا ورکولو او ملاتړ لپاره خپل ماموریت په څه ډول مخ ته یوسو، بحث وکړو."

د ناټو د سرمنشي له دغو څرګندونو وروسته په ناټو کې د امریکا دایمي استازي ډوګلاس لوټ د ناټو راتلونکو هڅو ته خوشبیني ښکاره کړه او ویې ویل چې پر امریکا سربیره چې د ۲۰۱۶ کال ترپایه یې په افغانستان کې د زیات شمېر سرتیرو د پاتې کیدو پریکړه کړې د ناټو نورو غړیو هم په دې برخه کې نوې ژمنې کړي او شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د پوځیانو هغه شمېر پوره شو چې په افغانستان کې د ناټو د ماموریت د دوام لپاره ورته اړتیا ده.

هغه په دې برخه کې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت دریځ هم وستایه او ویې ویل چې د مخکیني حکومت په نسبت اوسنی حکومت ورسره ښه همکاري کوي.

هغو اندیښنو ته په پام سره چې د وسله والو طالبانو ترڅنګ د داعش په نوم نوې ډله به چې په دې وروستیو کې یې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې فعالیتونه پیل کړي نور هم دا هېواد نا امن او بې ثباته نه کړي، ښاغلي لوټ وویل، په اوس وخت کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش افغانستان ته جدي خطر نه دی متوجه کړی.

ښاغلي لوټ زیاته کړه:

"د داعش د کوچنیو ډلو په اړه راپورونه ورکول کیږي چې یواځې په افغانستان کې نه بلکه په جنوبي او مرکزي اسیا کې به هم د راڅرګندیدو په حال کې وي.

دغه ډلې تر اوسه نه ښکاري چې افغان چارواکي به له جدي چلنجونو سره مخامخ کړي خو پر هرځای کې چې داعش خپل بیرغ اوچت کړی، د نړېوالو پام ور اوښتی دی."

ټاکل شوې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په غونډه کې د افغانستان پر روان سیاسي او امنیتي وضعیت رڼا واچوي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران او شریکان یې دغه راز د بروکسل په نننۍ غونډه کې د افغان امنیتي ځواکونو د اوږد مهاله تمویل پرلارو چارو هم خبرې کوي.

د ناټو د ۲۰۱۲ کال د شیکاګو په سرمشریزه کې موافقه شوې وه چې د۲۰۱۷ کال تر پایه به د افغان امنیتي ځواکونو لګښتونه چې په کال کې څلور میلیارډ ډالره دي، ورکوي خو د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هیله څرګنده کړه چې د درېیو نورو کلونو لپاره به هم د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل مسله یقیني کړي.

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه:

"موږ به دغه راز کار پیل کړو ترڅو دا یقیني کړو چې کولای شو له ۲۰۱۸ کاله تر۲۰۲۰ کال پورې د افغان امنیتي ځواکونو لګښتونه ورکړو."

د ناټو سرمنشي زیاته کړه چې په دې اړه به د بهرنیو چارو وزیران نن خبرې پیل کړي او هیله من یو چې نهایي پریکړه زموږ د راتلونکي کال د جولای د میاشتې په سرمشریزه کې چې د پولنډ په پلازمینه وارسا کې جوړیږي، وشي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawon6i49n6a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته