دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۲۴
د مطلب کود : 90220
په کابل کې د کیور روغتون ساتونکي ۳ امریکایان ووژل
تاند- په کابل کې د یوه روغتون ساتونکي نن /پنجشنبه/ پر بهرنیانو ډزې وکړې او لږ ترلږه درې بهرنیان یې ووژل.
افغان امنیتي ځواکونه وايي چې په دې برید کې، چې په کیور روغتون کې وشو، یو بهرنی ټپي شوی دی.
د کابل د پولیسو ویندوی حشمت الله ستانکزي رسنیو ته وویل چې په وژل شویو بهرنیانو کې د کیور روغتون یو ډاکتر او د هغه دوه مېلمانه شامل دي. خو نیویارک ټایمز ورځپاڼې وژل شوي کسان ډاکتران بللي دي.
کیور روغتون د کابل د دارلامان په سیمه کې دی.
په وژل شویو بهرنیانو کې دوه نارینه او یوه ښځه ده.
حمله کوونکی چې د ۲ نورو ساتونکو په ډزو ټپي شوی، نیول شوی او پوښتنې او ګروېږنې ورڅخه روانې دي. د حمله کوونکي د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو ویل شوي چې په پښه لګېدلی دی.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي چې درې واړه وژل شوي بهرنیان امریکایان دي. نیویارک ټایمز ویلي چې درې واړه وژل شوي کسان ډاکتران ول.
په کیور روغتون کې په ځانګړي ډول ماشومان تداوي کېږي.
کیور روغتون، چې د یوې خیریه موسسې له لوري اداره کېږي، د نړۍ په ۱۰ هیوادونو کې فعالیت کوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcawuno.49nwu1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته