دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 99104
ایا کاندیدان به د ملي یووالي حکومت په اړه توافقنامه  لاسلیک کړي؟

د افغانستان د جمهوري ریاست کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د جمعې په ورځ؛ په ارګ کې د جمهور رییس حامد کرزي او د هغه د مرستیالانو په حضور کې له جهادي رهبرانو او د دولت د درې ګونو قواوو له مشرانو سره غونډه وکړه.
کاندیدانو د انتخاباتو د پروسې د پای ته رسېدو او د ملي وحدت د حکومت په جوړولو کې د مهمو پرمختګونو په اړه ګډوانوالو ته معلومات ورکړل.
د ارګ په غونډه کې یوه ګډونوال چې د مسالې د حساسیت له مخې یې د نامه له ښودلو ډډه وکړه؛ آزادي راډیو ته وویل، کاندیدانو، ښاغلو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله په غونډه کې په ډاګه وویل چې؛ د ملي وحدت د حکومت په جوړولو د دوی ټول اختلافات حل شوي او یوازې د انتخاباتو د نتیجو د اعلان په څرنګوالي یو څه اختلاف پاتې دی او هغه به هم حل شي. د منبع په وینا، دواړو کاندیدانو په غونډه کې یو بل ته مبارکي هم وویله.
د مسالې په اړه مو د تحول او تداوم د ټیم د ویاند ښاغلي فیض الله ذکي نظر وپوښته؛ نوموړي په دي اړه وویل:
"د مذاکرو حاصل دا و، د هغې موافقت نامې متن چې ټاکل شوي لاسلیک شي، نهایي شوی او د دواړو ټیمونو له خوا منل شوی دی.  کومې خبرې چې روانې دي، هغه د توافق نامې د لاسلیک کولو د ترتیباتو لپاره دي؛ موږ هیله من یو چې، دا موافقت نامه په ډیر نږدې وخت کې لاسلیک شي."
په مساله کې د تاکید په مقصد مو له ښاغلي ذکې څخه وپوښتل چې؛ آیا نن شنبې به دا توافق نامه لاسلیک شي او کنه؟ ده په ځواب کې وویل:
"کاملاً، دا چې د توافق نامې پر متن د جمعې په ورځ نهایي توافق شوی؛ نن بشپړه امیدواري شته چې، دواړه اړخونه د دې سند د لاسلیک پر څرنګوالي توافق ته ورسیږي او که خدای ته منظوره وي؛، موافقت نامه به بالاخره لاسلیک شي."
د مسالې په اړه د اصلاحاتو او همپالنې  د ټیم غړی ښاغلي سانچارکي آزادي راډیو ته وویل چې؛ کاندیدان په ارګ کې توافق ته بیخي نږدې شوي؛ خو یوازي د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د نتیجو د اعلان څرنګوالی د دوي لپاره مهمه مساله ده چې تر اوسه ناحله پاته ده:
"زموږ ټیمونو چې د جمعې په ورځ کومې لیدنې کتنې درلودې او دغه راز يي خپل نظرونه د ارتباطي وسایلو له لارې تبادله کړل او بحثونو دوام وکړ، د ځینو اختلافي مسالو په اړه نظرونه نږدې شول.
په سیاسي مذاکرو کې دواړو کاندیدانو ټینګار وکړ چې؛ حتماً به یوې نتیجې ورسیږي، ډیرې کوچنۍ مسالې پاتې دي او د حل وړ دي. یوازې یوه مساله د یوه ستر خنډ په توګه پاتې ده؛ هغه د انتخاباتو د نتیجو څرنګوالی دی چې؛ په دې اړه د نظرونو تفاوت ډیر زیات دی."
د اصلاحاتو او هپمالنې د ټیم غړي ښاغلي سانچارکي آزاډي رآډیو ته وویل؛ که چیري د انتخاباتو کمیسیون له توافق مخکې د انتخاباو نتیجې اعلان کړي؛ د دوی ټیم به یې رد کړي او بېرته به صفري نقطې ته ولاړ شي. د سانچارکي د خبرو په اړه مو د تحول او تداوم د ټیم د ویاند ښاغلي ذکي نظر وپوښته:
"زه نه پوهیږم چې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم کوم شخصیت دا خبره کړې؛ خو غوره به واي چې، هغوی یو ځل د توافق متن ته چې د دواړو اړخونو له خوا په بشپړ ډول منل شوی؛ مراجعه کړې وای. په دې متن کې د انتخاباتو په نتیجو دواړو اړخونوموافقه کړې ده.
په دې برسیره، د دواړو اړخونوترمنځ د اسد د ۱۷ مې نیټې موافقت نامه هم وایي، چې دواړه لوري د انتخاباتو نتیجې مني. صفري نقطې ته بېرته د تګ په اړه خبرې دا معنی لري؛ کوم شخص چې دا خبره کړي، هغه د موافقت نامې له متن څخه هیڅ خبر نه دی."

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcay6no.49now1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته