دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۴۰
د مطلب کود : 113145
ادارو مسؤلینو ته د سل ورځني کاري پلان جوړونې لارښوونه وشوه
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات په مشرۍ د دغه ولایت د ادارو د مسؤلینو او استازو ترمنځ په جوړه شوې پرمختیایي غونډه کې،چې نن ( سې شنبه) د ولایت په مقام کې جوړه شوې وه،مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې د یوې اونۍ په ترڅ کې خپل کاري سل ورځنی پلان جوړ کړي .

نوموړی وویل د ولایت په کچه دغه سل ورځنی کاري پلان به د مرکزي ادارې سره هم شریک کړي،چې له یو لورې به موږ خپلې چارې د یوه منظم کاري پلان په ترڅ کې بشپړي کړو او له بل لورې به په ښه توګه اولسونو ته د خپل کار حساب هم ورکړو.

ده ژمنه وکړه،چې د دغه کاري پلان د پلي کولو پر مهال به ادارې د ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ شي خو د یوې منظمې همغږۍ په ترڅ کې به دغه ستونزو ته د حل قانوني لارې چارې ولټوو.

په جوړه شوې غونډه کې همدا راز مسؤلینو د چک برېښنا د بیا ترمیم کولو د چارو پر پیل د بحث ترڅنګ پر یو شمېر هغه سړکونو چې چارې بشپړې او یا هم پیل شوي خبرې اترې وشوې.

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات وویل د پروژو د پلي کولو پر مهال باید مسلکي توب ته جدي پاملرنه وشي او په دغه برخه کې باید ټولې ادارې ځانګړې پاملرنه وکړي .

ده د چک برېښنا بند په اړه ډاډ ورکړ،چې د اړونده مسؤلینو سره به خبري وکړي او هڅه وکړي،چې د کار د پیل زمینه ورته برابره او چارې یې پیل شي .

د یادونې وړده،د چک برېښنا بند بیا ترمیم کولو په موخه د اوبو او برېښنا وزارت له لورې یو میلیون امریکایي ډالر منظور شوي دي
https://avapress.com/vdcayen6m49n661.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته