دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۱۲
د مطلب کود : 97882
په بلخ کې د لسو میلونو افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو کار پیل شو
د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د لسو میلونو افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو کار نن پیل شو.
د فواید عامې وزارت مرستیال احمدشاه وحید د یاد سړک د کار د پیل پر مهال ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه سړک ۲۹ کیلومتره اوږدوالی او ۹ متره بر لري چې د مزارشریف ښارله شولګرې ولسوالۍ سره نښلوي.
د دغه وزارت چارواکو زیاته کړه چې؛ د یاد سړک د جوړولو لګښت د افغانستان د حکومت له خوا ورکول کیږي.

له دغې پروژې څخه به د شولګرې ولسوالۍ پنځوس فیصده خلک ګټه واخلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb5wb9.rhbzwp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته