دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۴۱
د مطلب کود : 96351
یزدان پرست: نابینایانو ته دې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړای شي
د نابینایانو لپاره د امید په نامه د فرهنګي او ټولنیز مرکز مسوولین وايي؛ د حکومت او ځینو ارګانونو له ژمنو سره سره په تیرو دیارلسو کلونو کې دوی له لوړو زده کړو نه محروم پاته شوي.
د دغه مرکز مشر سید محمد یزدان پرست د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ د نابینایانو لپاره د مسلکي استادانو او تجهیزاتو نشتوالی د دې سبب شوی چې؛ د هیواد ډیر نابینایان له لوړو زده کړو بې برخې شي.
ده له حکومت او په تیره د لوړو زده کړو له وزارته وغوښتل چې؛ د کانکور د ازموینې او په پوهنتونونو کې د تحصلاتو په دوران کې دې ورته د بریل لیک او د اشارو د ژبو سیسټمونه فعال کړي:
"زه چې څه نه شم لیدلی، دولس کاله په ښوونځي کې درس لولم؛ خو کله چې پوهنتون ته ځم، د کانکور امتحان نه شم ورکولی، ځکه چې دلوړ زده کړو وزارت وايي؛ د نابینایانو لپاره د کانکور پرمهال مسلکي استاد، د بریل لیک او د اشارو د ژبې سیسټم نه لري؛ حکومت دې ما له خپلې کمزورۍ نه، نه قربانوي."
ده وویل، نابینایان د هیواد د نورو اتباعو په څیرد زده کړو او کار کولو حق لري او دولت مکلف دی چې، د دوی د پوهې او فزیکي توان سره سم ورته د فعالیت اسانتیاوې برابرې کړي.
په جوړې خبرې ناسته کې د کار او ټولیزو چارو وزارت ویاند علي افتخاري وویل؛ د قانون او د جمهوري ریاست د حکم سره سم یې د حرفه یي زده کړو د مرکزونو په هره دوره کې معلولینو او نابینایانو ته د شاملېدو حق ورکړی دی.
افتخاري وویل، دوی د لوړو زده کړو له وزارت سره هم تفاهمنامه لري چې؛ معلولینو او نابینایانو ته د لوړو زده کړو زمینې برابرې کړي.
په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزارت وايي؛ په پوهنتونونو کې د نابینایانو د لوړو زده کړو لپاره پلانونه ترتیب او په وروستیو کلونو یې په عملي کولو لاس پورې شوی دی.
د دې وزارت ویاند عظیم نوربخش ازادي راډیو ته وویل؛ وزارت هڅې تیزې کړي چې؛ دا ستونزه په لږه موده کې اواره کړي:
"د استاد برهان الدین رباني په پوهنتون کې د مسلکي تعلیماتو په نامه پوهنځی شته؛ د دې پوهنځي د نابینایانو په ډیپارټمنت کې اوس هم نابینایان لوړې زده کړې کوي او هڅې تیزې شوي چې، د نابینایانو لپاره د لوړو زده کړو اسانیتاوې په نورو پوهنتونونو کې هم برابرې شي."
د کار او ټولنزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې؛ اوسمهال څه باندې زر نابینایان له دوی سره راجسټرشوي چې؛ زده کړو او کارموندنو ته یې پروګرامونه ترتیب شوي؛ خو ښایي په ټول هېواد کې د نابینایانو شمېر له دېرشو زرو هم زیات وي.
کارپوهان وايي، دولت ته په کار ده چې، د هېواد د نابینایانو د تعلیم او کارموندنې لپاره د نړیوالې ټولنې مالي او تخنیکي مرستې جلب کړي.
https://avapress.com/vdcb8fb9.rhb0sp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته