دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۰
د مطلب کود : 102742
اکسفام: حکومت دې د سولې په خبرو کې د ښځو ونډې ته پام وکړي
داکسفام نړیواله موسسه له نوي افغان حکومته غواړي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې په خبرو کې د ښځو ګډون په پام کې ونیسي.
د اکسفام موسسې یو تازه راپور کې راغلي چې د افغان حکومت؛ نړیوالې ټولنې او وسله والو طالبانو ترمنځ چې د افغانستان د سولې په اړه تراوسه کومې خبرې شوي؛ یواځې په دوو مواردو کې یې ښځې حاضرې وې.
د دې موسسې مسوولینو د دوشنبې په ورځپه کابل کې د یو راپور د خپرولو پرمهال چې عنوان دی؛ "د تړلو دروازو ترشا" خبریالانو ته وویل؛ له ۲۰۰۵ کال راپه دې خوا افغان حکومت؛ نړیوالې ټولنې او وسله والو طالبانو ۲۳ ځله د سولې په اړه په خپلو کې خبرې کړې دي.
د دوی د معلوماتو له مخې هغه خبرې چې په یاده موده کې د نړیوالې ټولنې او وسله والو طالبانو ترمنځ شوي؛ یوې افغانې ښځې هم په کې ونډه نه درلوده.
د اکسفام موسسې د پالیسۍ او عدالت غوښتنېد ځانګې مسوول اکرم ذکي وايي:
"کله چې افغان حکومت غواړي د سولې خبرې له سره پیل کړي؛ د سولې په خبرو کې باید د ښځو ونډې ته پوره پام وکړي؛ دغه به د دوی لپارهیو ډول ضمانت وي؛ د سولې هغه خبرې چې د نړیوالې ټولنې؛ افغان حکومت او وسله والو مخالفانو ترمنځ ترسره کیږي؛ د ښځو حقونه یې باید قرباني نه شي."
د اکسفام موسسې په دې راپور کې ویل شوي؛ په احتمالي ډول که د نوي افغان حکومت په مشرۍ له وسله والو مخالفانو سره د سولې خبرې له سره پیل کیږي؛ په کار ده چې د ښخو رول ته په کې پاو وشي.
د اکسفام په باور په دغه یهیر کې د ښځو له ونډې پرته به سوله بایداره نه وي.
همدا راز په یاد راپور کې راغلي چې افغان حکومت باید د نړیوالې ټولنې په ملاتړ په راتلونکي کې د ښځو د رهبري رول ته لومړیتوب ورکړي.
په ورته وخت کې د سولې او امنیت انسټیټیوټ مسوولینو چې د اکسفام موسسې د راپور خپرولو پرمهال یې په غونډه کې ګډون درلود؛ وايي، له نړیوالې ټولنې یې ډاډ ترلاسه کړی چې له افغان حکومت سره به یې مرستې د ښځو د حقونو ملاتړ پورې مشروطې وي.
د دې انسټیټیوټ اجراييوي رییسه "وژمه فروغ" وايي چې افغان حکومت باید په نوې کابینه کې ښځو ته پنځه چوکۍ ځانګړې کړي:
"د کمپاینونو پرمهال ولسمشر او اجراییوي رییس له موږ سره ژمنې کړې چې په حکومت کې به ښځو ته پنځه وزارتونه ورکوي؛ موږ یې ورنه غواړي ځکه رایه مو ورکړې؛ نږدې ۳۶ فیصده ښځو رایه ورکړې؛ لږ ترلږه باید پنځه چوکۍ په کابینه کې ښځو ته ځانګړې شي همدرانګه خپلواک ریاستونه دي ولایتونه او هم ولسوالۍ دي."
د اکسفام موسسه په داسې حال کې د افغانستان د سولې په خبرو کې له نوي حکومت نه د ښځو د ګډون غوښتنه کوي چې له دې وړاندې د مدني ټولنې ښځینه فعالانو له پخواني حکومت نه په وار وار غوښتي وو چې له وسله والو مخالفانو سره د سولې په خبرو کې ښځې هم باید سهیمې شي.
دا مهال د ښځو د حقونو فعالانې هیله منې دي چې نوی افغان حکومت به همله وسله والو مخالفانو سره د سولې په اړه خبرو کې دوی ته فعاله ونډه ورکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcba5b85rhbgzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته