دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 98494
په داعش باندې د حملې لپاره د کانګرس اجازې ته ضرورت نلرم
د امریکې ولسمشر ادعا وکړه چې په داعش ډلې باندې د امریکايي پوځ د حملې لپاره ددغه هیواد له کنګرې څخه اجازې ته ضرورت نه لري.
د رویټرز خبري آژانس د رپورټ له مخې سپینې ماڼۍ پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دغه هیواد ولسمشر باراک اوباما د کانګرس له مشرانو سره په کتنه کښې وویل: د داعش په خلاف اقدام لپاره ضروري واک او اختیار لرم او ستاسو اجازې ته هیڅ ضرورت نه لرم.
اوباما په سپینه ماڼۍ کښې د کانګرس له دوو ډیموکراټ مشرانو هیري ریډ او نانسي پلوسي او همداشان له دوو ریپبلکن مشرانو میچ میک کانل او جان بونیر سره کتلي او د داعش په خلاف د خپلو عملیاتو د راتلونکي ګام په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.
د امریکې ولسمشر همداشان نن له داعش سره د مقابلې په لړ کښې خپل سیاستونه په تشریحي توګه امریکایانو ته اعلانوي.
د ۱۹۷۳ کال د جنګ د اختیاراتو د پریکړه لیک له مخې، د امریکې ولسمشر ته پکار دي په جنګونو کښې د دغه هیواد د وسله والو ځواکونو له استعمالولو مخکښې له کنګرې سره سلا وکړي خو په عین حال کښې ولسمشر ته اجازه ورکوي چې د دغې کار لپاره د کنګرې د اجازې له ترلاسه کولو مخکښې د شپیتو ورځو په موده د امریکايي ځواکونو عملیات جاري ساتلی شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbaab9.rhbw9p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته