دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۲۰
د مطلب کود : 117232
کابل کې د "خونريزي ورکونې تبې" ٢٩ پېښې ثبت شوې دي
په تېرو دريو مياشتو کې د د خونريزۍ‌ ورکونې تبه کريمه-کنگو له امله ٢٩ اخته کسان د کابل انتاني روغتون ته لېږدول شوي چې له ياد شمېر څخه ١٦ يې درملنه شوي، لس کسان مړه شوي او درى نور تر درملنې لاندې دي.

دغه مطلب په کابل کې د انتاني روغتون سرطبيب ډاکتر مراد مموزي نن پژواک خبري اژانس ته په ډاګه کړ.

د دې ناروغۍ نښې لوړه تبه، د بدن پر شا، مفصلونو او معده کې په دردونو او استفراغ کولو سره پيلېږي او وروسته بيا سترګو، مخ او ستوني په برخو کې سوروالى ليدل کېږي.

همداراز روغتيايي متخصيصين وايي چې د بدن د پاسه د شنو داغونو ښکاره کېدل، له پوزې او د بدن له تزريقي برخو څخه په توندۍ سره د وينې بهېدل د دې ناروغۍ پرمختللى حالت ښيي او که درملنه يې ژر ونه شي نو د انسان د مړينې لامل ګرځي.

د ډاکتر مموزي په وينا، په يادو ٢٩ ناروغانو کې اووه ښځې او پاتې نور نارينه دي چې د کابل، بلخ، باميانو، بدخشان، ميدان وردګو، پکتيا او پروان ولايتونو اوسېدونکي دي.

هغه وويل چې درى بستر شوي ناروغان د رغېدو په حال کې دي.

ډاکتر مموزي وويل: "تبه له خونريزۍ سره" د انسانانو او څارويو (غوا، اوزې، پسه او خلتومي چرګ) تر منځ يوه ګډه ويروسي ناروغي ده چې د وينې، په ويروس اخته- کنه (يو ډول موزي حشره) او له ناروغ سره د هر ډول تماس په ترڅ کې د لېږد وړ ده.

د انتاني روغتون سرطبيب له خلکو غوښتنه وکړه، که د دې ناروغۍ هر ډول نښې يې تر سترګو شوې په بېړه دې روغتيايي مرکزونو ته ځان ورسوي؛ ځکه که په ناروغۍ اخته کس په لومړي پړاو کې تر درملنې لاندې ونيول شي، درملنه يې شونې ده.




همداراز د هغه په وينا، څوک چې څاروي لري، په حيواناتو کې د کنو (په څارويو کې موذي حشره) ويني، نو د کرنې او مالدارۍ وزارت ته دې ورشي، د کنو او نورو موذي حشرو په اړه ځانګړي درمل ترلاسه کړي چې دا حشرې له منځه ولاړې شي څو د دې ناروغۍ مخه ونيول شي.

هغه وويل چې د روان کال له چنګاښ مياشتې څخه وړاندې، د دې ناروغۍ پېښې په کابل کې نه وې ثبت شوې.

خو د هرات روغتيايي چارواکو د روان کال د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې له روان کال راهيسې په دغه ولايت کې ٧٥ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي چې ١١ کسان يې مړه شوي، يو تن بستر دى او پاتې نور تداوي شوي دي.

همدا راز په هرات کې روغتيايي مسوولين وايي چې ياده ناروغي اوه کاله وړاندې په هرات کې خپره شوې وه؛ خو په مخکې کلونو کې د دې ناروغۍ شاوخوا ٨ تر ١٥ پېښو پورې ثبتېدلې.

همداراز پژواک خبري اژانس د روان کال چنګاښ په ٦مه داسې معلومات ترلاسه کړي وو چې درى افغانان، له باميانو څخه يو لس کلن ماشوم او يو ٣٠ کلن سړى او له ننګرهار څخه يو ٣٣ کلن سړى د پېښور حيات اباد کمپلکس روغتون ته د درمنلې لپاره لېږدول شوي وو.

هڅه مو وکړه، څو د دې ناروغۍ پر وړاندې د عامې روغتيا وزارت د اقداماتو په اړه د دغه وزارت له وياند سره مرکه وکړو؛ خو په دې کار بريالي نه شوو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfzb85rhb85p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته