دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۵
د مطلب کود : 104984
د بحرین رژیم، د الوفاق په عمومی منشی باندی، نوی تورونه ولګول

د بحرین  قضایی  ارګان،  دجمعیت الوفاق  په  عمومی  منشی، شیخ علی  سلمان  باندی، نوی  تورونه  لګولی  دی .
د پرس، ټی  وی  د رپوټ  له  مخی،  د شیخ  سلمان  وکیل  وویل :  د بحرین  د قضایی  ارګان  په  وسیله،  له  پرونیو تحقیقاتو  وروسته، نوموړئ   د نویو تورونو سره  مخامخ  شوئ  دئ .
ده  زیاته کړه :  محکمی  همداراز  د جمعیت اسلامی  الوفاق  د عمومی  منشی، د بند حکم  تمدید کړئ  دئ .
د شیخ  علی  سلمان  مدافع  وکیل  وویل :  ده،  د مطرح  شویو تورونو  ټول  جزئیات  او کلیات  رد کړی  دی .
شیخ علی  سلمان،  د تیری  اونۍ  د یکشنبی  په   ورځ،  د  ۱۰   ساعته  تحقیقاتو  وروسته؛ د بحرین  د پولیسو له  خوا  بندی شو .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbwab8arhbg9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته