دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 100186
دافغانستان دولایتي شوراګانو دانتخاباتو نتیجې وځنډول شوې.

دافغانستان د انتخاباتو دخپلواکه کمیسیون ویندوی د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو دنهايي او فاینل نتیجو د اعلانیدا د وخت دځنډیدا خبر ورکړ .
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د انتخاباتو دخپلواکه کمیسیون ویندوی نور محمد نور وویل دانتخاباتو په شکایتونو دغور کمیسیون پرون  خپله نهايي او فاینل فیصله دهیواد دانتخاباتو خپلواکه کمیسیون ته وړاندې کړي ده او  ددغه کمیسیون دارالانشا په دې ارتباط خپله څيړنه شروع کړي ده .
نور محمد نور دانتخاباتو په شکایتونو د غور دکمیسیون ځینې فیصلې ناقصې او نیمګړي وبللې او ویې ویل په همدې دلیل زیات وخت ته ضرورت شته چې ددغه ادارې  ټولې فیصلې وڅیړل شي ‎.
دافغانستان د ولایتي شوراګانو انتخابات ددغه هیواد دولسمشرۍ له انتخاباتو سره یوځاې وشول خو د ولسمشرۍ د دوهم (۲)پړاو په انتخاباتو کښې دمشکلاتو د رامینځته کیدا په دلیل د انتخاباتو په شکایتونو دغور او دانتخاباتو دنتیجو اعلانیدل وځنډول شول .




 

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbwgb80rhbg8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته