دغه څرګندونې د امنیې قوماندانۍ اداري مرستیال قاري امير خان لېوال د رسنیو په دفتر کې د اوونيز امنيتي کنفرانس پرمهال وکړي
اميرخان وويل، چې دافغان ګډو ځواکونو به زميني او هوايی بريدونو کې په چپرهار، اچين، بټي کوټ او غني خيلو ولسواليو کې د حکومت د دوو مخالفو ډلو څخه يو سل او پنځه ويشت تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي وويل، چې د عملياتو او بريدونو پرمهال يې ۲۹ تنه مشکوک کسان هم نيولي دي.
لېوال زياته کړه، چې د اوونۍ په اوږدو کې يې اته حلقې ماينونه کشف او لمنځه وړي او هم يې يو شمېر وسلې ترلاسه کړي دي.
هغه د کنفرانس پرمهال بر هټۍ والو غږ وکړ، چې د اختر په ورځو کې دې د پټاقيو او يو شمېر نورو زيان اړونکو توکو له پلور څخه ډډه وکړي.
لېوال وويل، چې که د اختر په ورځو کې هټۍ وال پر کوچنيانو پټاقۍ او دې ورته توکي وپلوري؛ نو دامنيتي موظفينو له لوري به له قانوني کړنو سره مخ شي.
د څلورمې پلې لواء قوماندان جنرال نسيم سنګين وويل، چې د اختر را رسيدو له امله يې د نورو ځواکونو سره په همغږۍ د ننګرهار په ټولو سيمو کې بيړني امنيتي تدابير نيولي دي.
نوموړوي خلکو ته د امنيت ډاډ ورکړ او غوښتنه يې وکړه، چې ولسونه کولای شي د اختر خوښي په ازاده فضاء کې ونمانځي.
د سرحدي پوليسو قوماندان ولي خان شينواري وويل، چې د دوی په هڅو نهه تنه وسله وال مخالفين د سولې بهير سره يو ځای شول او له مخالفت څخه يې لاس واخيست.
شينواري زياته کړه، چې سرحدي پوليسو د وظيفې پرمهال درې تنه د ناقانونه وسلو او يو جالي پاسپورټ سره نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.
د ننګرهار ملي امنيت مرستيال جنرال اسد الله فراهي وويل، چې د اوونۍ په اوږدو کې د دوی د هڅو او وظايفو په پایله کې شل تنه وسله وال مخالفين د سولې بهير سره يو ځای شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې دوه تنه انسان تښتوونکي يې د دوه ميله وسلو او يو عراده موټر سره يو ځای نيولي دي.
فراهي وويل، چې د دوی د کار او زيار په پايله کې د روانې اوونۍ په اوږدو کې شاوخوا يوسل او ديارلس تنه د دولت وسله وال مخالفين په هوايی او ځمکنیو بريدونو کې وژل شوي دي.
د امنيت مرستيال زیاته کړه، چې يو شمېر هغه تهديدونه يې هم شنډ کړي، چې له امله يې د اختر ورځې له نا امنۍ سره مخ کيدلای شوې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)