دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۰۷
د مطلب کود : 116180
"د امنیتي دراوزو نصبېدل به د کابل ښار له امنیت سره مرسته وکړي"
د افغانستان د ملي امنیت شورا د کابل ښار امنیت د ټينګښت لپاره د چین د هېواد مرسته ګټوره او مهمه ګڼي.

په کابل ښار کې له وروستیو پرلپسې امنیتي او خونړیو پیښو وروسته چین د داسې تیاریو خبر ورکړی چې له افغان حکومت سره د دغه مهم ښار د امنیت په برخه کې مرسته کولای شي.

په کابل کې د چین سفیر ویلي چې د دغه کار لپاره به افغان حکومت ته د سکن یا څارنې څلور دروازې ورکړي چې کابل ته په ننوتونکو لارو یې نصب کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د چین سفیر د ملي امنیت شورا له سلاکار حنیف اتمر سره په وروستۍ لیدنه کې په دې برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړی دی:

((دا همکاري د فوق العاده ډېر ارزښت څخه برخمنه ده دا امنیتي دراوزې چې ژر نصبیږي د امنیتي پېښو د کمبود او د کابل ښار د امنیت سره به ښه مرسته وکړي.))

نوموړی وایي چې د ملي امنیت شورا د چین دغه مرسته د مرکز کابل د امنیت لپاره مهم اقدام ګڼي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د معلوماتو له مخې په کابل کې د چین سفیر ډينګ شیجونګ د دوشنبې په ورځ د ملي امنیت شورا له سلاکار حنیف اتمر سره په لیدنه کې تر راتلونکي یوې میاشتې پورې کابل ته د دغو دراوزو د رالیږدولو ژمنه کړي ده.

چین له پخوانیو مرستو ور هاخوا داسې مهال په امنیتي برخو کې دغې مرستو ته زړه ښه کړی چې کابل په وروستیو څو میاشتو کې د شاه شهید، هوايي ډګر، مکروریانو په څیر د ډيرو انتحاري، چاودیدونکو او خونړیو پیښو شاهد پاته شوی دی.

ویل کیږي چې په دې چاودنو کې استعمال شوي چاودیدونکي توکي د هېواد څخه بهر جوړیږي او د بار وړونکو موټرو په واسطه د کابل د دروازو له لارو کابل ته داخلیږي.

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون غړي په کابل ښار کې د امنیتي پیښو د کمولو لپاره د چین دا ډول مرسته ګټوره ګني؛ خو وايي چې باید له دغو وسایلو څخه سمه ګټه واخستل شي.

د دې کمیسیون یوه غړي صالح محمد صالح ازادي راډيو ته وویل؛ دا دروازې هلته اغیزمندې کیدای شي چې د کنټرول لپاره یې وړ، مسلکي او پاک کسان وټاکل شي.

((دا چې دا دروازې نصبیږي دا یو ښه ګام دی؛ خو باید په دغو ځایونو کې له فساده پاک او مسلکي کسان هم ځای په ځای شي؛ تر څو له دغو امکاناتو څخه سمه استفاده وشي که فساد وي؛ بیا نو څوک په دروازو پسې نه ګرځي خپل کار سرته رسوي.))

له دې سره که حکومت کابل ښار ته د ننوتونکو دروازو تالاشي عصري کوي؛ ورسره داسې هم ویل کیږي چې کابل ته انتقالیدونکي ډېر چاویدونکي مواد له فرعي لارو څخه رارسیږي.

د امنیتي چارو کاروپوهان وايي چې که امنیتي ځواکونه په دې لارو خپل څار ډېر او د نصبېدونکو نوو دروازو څخه هم استفاده سمه وي؛ د ښه امنیت لپاره ډاډ پیدا کیدای شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcc4eqsx2bqss8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته