دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۲۴
د مطلب کود : 96758
د ۵ وزیرستانیانو په ګډون ۱۹ مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته او یو بل ژوندی ونیول شو.

د ۵ وزیرستانیانو په ګډون ۱۹ مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته او یو بل ژوندی ونیول شو.
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار او چک ولسوالیو کې تېره شبه د بېلابېلو عملیاتو په ترح کې د ۵ وزیرستانیانو او درې قوماندانانو په ګډون ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي،همدا راز یو ماین
خښوونکی ژوندی نیول شوی دی .
د چک ولسوالۍ په امبوخاک او پوسته انټن سیمه کې امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې،چې تېره شپه یې ترسره کړي،۵ وزیرستانیان او د وسله والو مخالفینو درې قوماندانان وژل شوي دي .
په وژل شویو قوماندانانو کې ملا حسن مشهور په ګني، ملا حمدالله او ملا محب الله شامل دي .
همدا راز د یادو عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ وسله وال مخالفین ټپیان شوي هم دي،خو امنیتی ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .
په ورته وخت کې د مرکز میدان ښار په زیبداغ سیمه کې امنیتي ځواکونو د امرالدین په نوم یو ماین جوړونکی،چې مشهور په امید وو،د ماین خښولو پر مهال ژوندی نیولی .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس (اوا)
https://avapress.com/vdcc4mqo.2bqep8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته