دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 98558
برمک: که کاندیدان په خپل منځ کې جوړجای وکړي او کنه د ټاکنو نتیجې اعلانوو

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون وايي، که کانديدان په خپل منځ کې جوړجاړی وکړي يا ونه کړي، د ولسمشرۍ د ټاکنو نتيجې به اعلان کړي.
د انتخاباتو د کميسيون يوه غړي سرير احمد برمک لوېديځو رسنيو ته وويل؛ چې ممکن راتلونکې اوونۍ د ولسمشرۍ د انتخاباتو پايلې اعلان شي.
له بلې خوا د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د افغانستان د انتخاباتو د ټولو رايو تفتيش بې ساري وباله. ده وويل، داسې تفتيش د نړۍ په بل هيڅ ځای کې نه دی شوی.
ده وويل چې، د انتخاباتو خپلواک کميسيون به خپله وروستۍ غونډه سبا جوړه کړي او بيا به خپله پرېکړه د شکايتونو کميسيون ته واستوي:
د ولسمشرۍ د انتخاباتو کانديد اشرف غني احمدزي پرون د انتخاباتو له کميسيونه وغوښتل چې؛ د رايو نتيجه ژر اعلان کړي، خو د ولسمشرۍ بل کانديد عبدالله عبدالله ويلي چې؛ د رايو نتيجه ونه مني.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc4pqo.2bq4p8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته