دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 126161
هلمند والي: د خلکو شخصي ملکيتونه به له تيري کوونکو خوندي شي
د هلمند والي له يو شمېر خلکو سره چې له غاصبينو يې شکايت کاوه وويل، د خلکو هر ډول شخصي ملکيتونه به له غاصبينو خوندي شي او چا چې تېری کړی وي، قانون ته به وسپارل شي.

د هلمند والي له يو شمېر خلکو سره چې له غاصبينو يې شکايت کاوه وويل، د خلکو هر ډول شخصي ملکيتونه به له غاصبينو خوندي شي او چا چې تېری کړی وي، قانون ته به وسپارل شي.

حيات الله حيات خلکو ته ډاډ ورکړ چې تر دې وروسته به يې هيڅوک پر ځمکو او شخصي ملکيتونو خېټې وانه چوي.

د هلمند يو شمېر خلکو له ولايتي ادارې وغوښتل چې د دوی ملکيتونو د غصب ويره شته، د ژغورنې په برخه کې بايد مرسته ورسره وشي.

والي حيات الله حيات يو شمېر خلک پر دنده وګمارل ترڅو د خلکو د شخصي ملکيتونو په اړه بشپړ ريپوټ چمتو او ولايت مقام ته يې وړاندې کړي.


https://avapress.com/vdcceeqss2bqis8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته