د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو تر منځ د پاتې اختلافي مسایلو د حل په خاطر اوس وخت غونډه دوام لري.
د دواړو کاندیدانو استازیو ازادي راډیو ته وویل؛ هیله من دي چې، پاتې اختلافات له منځه لاړ شي.
د تحول او تدوام ټیم ویاند فیض الله ذکي وايي؛ تمه ده دواړه کاندیدان د نن ورځې تر پایه یوې وروستۍ پریکړې ته ورسیږي.
د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ویاند محمدالله حیدري هم هیله څرګندوي چې؛ اختلافات له منځه لاړ شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)