د تخارملي امنیت ریاست وایي، د دغه ریاست کارکوونکیو د دغه ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې درې سیمه ییز سندرغاړي له تښتوونکیو ژغورلي او د تښتوونکیو د ډلې مشر نیول شوی دی.
ویل کیږي، چې تښتوونکیو دغه سندرغاړي لس ورځې مخکې له اشکمش ولسوالۍ تښتولي وه.
د تخار د ملي امنیت ریاست مرستیال وایی، تښتوونکیو د دې کسانو د خلاصون په بدل کې درې سوه زره افغانۍ غوښتې وې.
د دغه ریاست د څرګندونو له مخې؛ د ملي امنیت ځواکونو په ځانګړیو عملیات کې دغه کسان آزاد کړي او د سړي تښتوونکیو د ډلې مشر هم نیول شوی دی.
ژغورل شوی سندرغاړی تلو محمد او ولي محمد وایي، اشکمش ولسوالۍ ته په دې پلمه، چې واده دی، غوښتل شوي وو؛ خو د تښتوونکیو لخوا په یوه څاه کې وساتل شو، چې وضعیت مو ډېر بد و.
رپوټونه وایي، چې په تخار کې دغه راز جنایی پیښې زیاتې شوې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)