دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 149625
د امریکا نوې ستراتیژي اعلان او د لوړپوړي افغان او هندي چارواکو غونډه

د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا متحده ایالاتو له خوا د نوې ستراتیژي تر اعلان وروسته لوړپوړي افغان او هندي چارواکو ترمنځ په نوې دهلي کې غونډه جوړیږي.

د راپورنو له مخې، په پام کې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ غوڼده نن پیل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د هېواد بهرنیو چارو وزارت ښاغلي صلاح رباني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشری تیره ورځ د هند پلازمینې نوې دهلي ته ورسېد.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په پام کې ده چې د ښاغلي رباني او چارواکو د سفر په ترڅ کې د کابل او دهلي ترمنځ یو شمېر مهم تړونونه هم لاسلیک شي.

په همدې حال کې د هندي رسنیو راپورونو پر اساس، په پام کې ده چې د هند لومړی وزیر ښاغلي نرندرا مودي او د هند بهرینو چارو وزیرې سوشما سواراج او افغان چارواکو ترمنځ هم غونډې جوړې شي.

راپورنو زیاتوي، چې د سیمې حالات، دوه اړخیزه همکاریو پراختیا او له کابل سره د نوې دهلي مرستې د دواړو هېوادونو د غوڼدو په اجنداو کې شامل دي په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره میاشت د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د واشنګټن نوې ستراتیژي په ډاګه کړه.

ولسمشر ټرمپ د پاکستان پر حکومت نیوکه وکړه او وویل چې پاکستان اکثراً ترهګرو ډلو ته پټځایونه ورکوي او خبرداری ورکړ چې امریکا نور د پاکستان لخوا توندلارو ته د پټنځیو ورکړې پر وړاندې زغم نه لري.

نوموړې خبرداری ورکړ چې امریکا به نور داسې پاکستان ونه زغمي چې ترهګرو ته خوندي پټنځی وي سره له دې چې واشنګټن له پاکستان سره ډېره مالي او پوځي مرسته کړي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccioqsp2bq0e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته