وسله والو د امریکا پر اهايو ايالت کي وسله وال بريد وکړ
وسله والو د امریکا پر اهايو ايالت کي وسله وال بريد وکړ
د امريکا یو شمېر رسنیو خبر ورکړي ،چي وسله والو په اهايو ايالت کي پر يوه کور وسله وال برید کړی،چي له امله يې ۸ تنه وژل سوي دي.
په سیمه کي پوليسو رسنیو ته ويلي،چي د بريد په اړه يې پلټني پیل کړي،خو تر اوسه معلومه نده،چي دا بريد څو تنو تر سره کړی دئ.
پولیسو ویلي دي چي په پیښه کې ۸ تنه وژل سوي دي چي ۲ تنه يي ماشومان دي. همداشان د یو تن مړی د پیښې سیمې ته نږدې په یو بل کور کې موندل سوی دی.