د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته د ناټو د سرمنشي مرستیال پاتریک تورنر او ملګري پلاوي سره په ارګ کې، وکتل.
په دغه کتنه کې چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم حضور درلود، دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول امنیتي اوضاع، تروریزم سره د مبارزې او سیمه ییزو مسایلو په هکله بحث وکړ.
محمد اشرف غني په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ په برخه کې د ناټو د دوامدارو او هر اړخیزو همکاریو څخه مننه وکړه.
د ناټو د سرمنشي مرستیال له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې وستایلې او وې ویل، له تروریستي ډلو سره د مبارزې په برخه کې د دې ځواکونو لاسته راوړنې بېساري دي او دوی وکولای شول چې په منظمو پلانونو سره په دې برخه کې بریالیتوبونه ترلاسه کړي.
جمهور رئیس غني هم د هېواد او خلکو د دفاع په لاره کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هېوادنۍ مینه، ژمنتیا، لاسته راوړنې او د دښمن د ځپلو په خاطرد هغوی د بې درېغه سرښندنو او مبارزې قدرداني وکړه.
د ناټو د سرمنشي مرستیال جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ چې ناټو د تېر په څېر د افغانستان د حکومت او خلکو تر څنګ خپلو هر اړخیزو همکاریو ته ادامه ورکوي.#
ارگ - ریاست جمهوری