دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 94679
د وزیرستان بې ځایه شوو دوی دلته مهاجر نه بلکې په خپل کور کې
د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک او د خوست والي محترم عبدالجبار نعيمي يي ملګرتيا كوله په خوست کې د وزیرستان بې ځایه شوو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي زاخیلوال د یو ملیون ډالرو په ارزښت هغه مرستې چې د ملي پانګه والو او سوداګرو څخه یې راټولي کړې وې، اړونده ولایتي چارواکو ته وسپارلې چې په مستحقو کډوالویې وویشي. په دې مرستو کې درې زره بوجۍ وریجې، درې زره بوجۍ بوره، لس زره بوشکې غوړي، دوه زره کارتنه چای، درې زره کمپلې، زر خیمې او درې لارۍ بیسکیټ او لس میلونه افغانۍ نقد يمرستې هم شاملې دي.
د مالیې وزیر د وزیرستان بې ځایه شوو ته ډاډ ورکړ چې دوی دلته مهاجر نه بلکې په خپل کور کې، د خپلو وروڼو میلمانه دي. هغه وویل: «د دې خبرې ډېر ښه ثبوت د خوست د وګړو له خوا، په سختو شرایطو کې، په ورین تندي ستاسې هرکلی دی. زه د دوی د دغه ملي او افغاني احساس درناوی کوم او له دوي څخه د زړه له تله منندوی یم» ده زیاته کړه: «د افغانستان حکومت په دې باور دی چې د تروریزم سره مبارزه د ملکي وګړو په وژلو او بې ځایه کولو نه شي بریالۍ کیدای. دا مبارزه یوازې هغه وخت بریالۍ کیدای شي چې د دې ناوړې پدیدې ټول قربانیان د زړه له تله د هغې په محوه کولو کې یو لاس شي. د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت تاسې عزیزانو ته ډاډ درکوي چې د خپل توان او امکاناتو سره سم به تاسې سره نورې مرستې هم وکړي .»
د مالیې وزیر، د افغانستان د حکومت په استازیتوب، پر ټولو افغانانو او خصوصًا پرملي سوداګرو غږ وکړ چې د وزیرستان مهاجرو سره هماغسې کلک و درېږي لکه د ارګو د ځمکې ښوییدنې له قربانیانو سره چې ولاړ وو. ده همداراز له نړیوالې ټولنې څخه په کلکه وغوښتل چې د وزیرستان غمیزې ته پوره پوره پاملرنه وکړي.

\"\"

\"\"
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccoeqo.2bq0m8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته