دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 96749
د عراق ولسمشرد نوي حکومت د جوړیدو غوښتونکی شو

دراپورونو له مخې د عراق ولسمشرفواد معصوم له يوه جګپوړي شيعه سياستواله غوښتي چې نوي حکومت جوړ کړي.
ولسمشر فواد معصوم دا اقدام وروسته له دې وکړ، چې د ملي اتحاد په نوم د عراق په پارلمان کې د شيعه ګانو لويې جبهې د نوري المالکي پرځای عبادي د صدراعظم په توګه اعلان کړ.
عبادي حاضردمه د عراق د پارلمان لومړي مرستيال دي.
مالکي په داسې حال کې په عراق کې په فرقوي تاوتريخوالو تورن دی چې دا هېواد د داعش له ياغيانو سره په جګړه کې ښکېل دي.
نوري المالکي د واک د پرېښودلو لپاره د سنيانو، کوردانو او شيعه سياستوالو غوښتنه رد کړې ده.
مالکي، چې له ۲۰۰۶ را په دې خوا د عراق صدراعظم و، د اپريل د مياشتې له بې نتيجې انتخاباتو وروسته تر ډېره د سرپرست صدراعظم په توګه کار کوي.
ده څرګنده کړې چې؛ د درېم ځل لپاره غواړي چې صدراعظم شي او ولسمشر يې د قانون په سرغړونې تورن کړي ځکه چې د ده کاندياتوري يې ځنډولې ده.
پرون ترغرمې مخکې د عراق سترې محکمې پرېکړه وکړه، چې مالکي د درېم ځل لپاره ځان کانديدولای شي.
امريکا ويلي، چې د عراق د اساسي قانون د تضمينوونکي په توګه د ولسمشرمعصوم ملاتړ کوي.
د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير جان کري پرون وويل، په عراق کې د يوه ثبات لرونکي حکومت جوړېدا ډېر مهم دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccomqo.2bqe08j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته