دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۳۱
د مطلب کود : 115451
په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د یو قوماندان او دوو پاکستاني ترهګرو  نیول کېدل
د ملي امنیت لوی ریاست منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ترهګرې ډلې یو تن قوماندان حیات الله مشهور په منصور دده له دوو پاکستاني همکارانو هر یو سلیم مشهور په یاسر او سکندر بشیر مشهور په ابو خالد محمدی سره چې د ډېورنډ فرضي کرښې له هاخوا د یو لړ ترهګریزو او ورانکارو چارو د ترسره کولو په موخه هېواد ته راغلي وو د ننګرهار ولایت د تورخم په سیمه کې نیولي دي.

نیول شوو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال په داعش ترهګریزه ډله کې خپل غړیتوب منلی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccppqss2bqs08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته