دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 97135
د زمري اته ویشتمه د افغانستان د خپلواکۍ د پنځه نوي یمې کلیزې سره برابره ده
نن د زمري د میاشتې اته ویشتمه د افغانستان د خپلواکۍ د پنځه نوي یمې کلیزې سره برابره ده.
پنځه نوي کاله مخکې په همدې ورځ افغانستان په رسمي ډول د بریتانیا د هغه وخت له حکومته خپله خپلواکي اعلان کړه او د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپیژندل شو.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، ددې ورځې یادونه به په کابل د لوړ پوړو حکومتي چارواکو په ګډون په ځانګړو مراسمو کې وشي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي ازادي راډیو ته وویل، چې دا ځانګړې مراسم به د خپلواکۍ د څلي ترڅنګ د ولسمشرحامد کرزي، لوړو پوړو حکومتي چارواکو او د بهرنیو هېوادونو د ډیپلوماټانو په ګډون ترسره شي.
په وروستیو څو کلونو کې افغان حکومت د ملي ورځو په مناسبت د لمانځنې مراسم محدود کړې دي.
د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي ازادي راډیو ته وویل، د هیواد امنیتي او اقتصادي شرایط ددې سبب شوي چې دا ډول ملي ورځې په محدودو مراسمو ولمانځي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccpsqo.2bqm18j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته