دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۲۲
د مطلب کود : 104011
جمهور رئيس غني په پېښور ښار کې تروریستي برید په سختو ټکو غندي
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني په پېښور ښار کې پر یوه ښوونځي هغه تروریستي برید په سختو ټکو غندي چې له کبله يې د ډېريو ماشومانو په شمول، شا وخوا سل کسان مړه او په لسګونه نور ټپیان شوي دي.
جمهور رئيس غني وویل: د معصوم او بې ګناه ماشومانو وژل، په بشپړه توګه یو غیر اسلامي، غیر بشري او غیر انساني عمل دی او زه دغه وحشي کړنه په سختو ټکو غندم.
جمهور رئيس غني د دغه تروریستي برید د قربانیانو کورنيو ته د لوی خدای له دربار څخه د جميل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هيله کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccs0qss2bqxx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته