دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 132515
د عربستان څخه بی ځایه هیله!
زموږ نړی غریب نړی دی. په اوسنی نړی کی دولتونه او ملتونه چی د خپل استقلال او ملی حریم څخه حفاظت کوی او نه راضی کیږی چی نورو دولتونو ته باج ورکړی او یا هم دهغوی تر تسلط لاندی ژوند وکړی، ځینی وختونه د تروریست نومونه پرهغوی باندی ایښول کیږی او د استعمار او استکبار د جبهی او دهغه د عواملو پواسطه، د ډیرو کلونو لپاره اقتصادی او نظامی تحریم کیږی!. په دی نړی کی هغه کسانو ته د سولی د نوبل جایزه ورکول کیږی چی په واقعیت کی د پردی تر شاه، خپله لوی حمایت کوونکی د جنګ او د انسانانو په وړاندی د خرابیو حمایت کوونکی دی. او دهغوی د ستم او جنایت رسوایی د د فلک څخه په ځمکه لویدلی دی یا شکاره سوی دی. یو دهغه دولتونو څخه چی په همدی فورمول ریا او تزویر لری او د نړی د متداول سیاستو د تعاملاتو لامل سوی دی، د آل سعود دولت دی چی د عربستان په پهناور کی دی؛ او دوحی مقدس ځمکه دی. دا رژیم ددی مقدسو ځایونو په استفادی سره او هم ددی ځمکی د تیلو د ذخیرو څخه په استفادی سره، خپل دا دینارونه په نورو هیوادو کی د خپلو سلطه ای او دخالتی اهدافو لپاره په مصرف رسوی، توانیدلی دی چی په کلونو کلونو مسلمانان خطا باسی او دیو سرطان په عنوان په اسلامی امت کی ځای ونیسی. د آل سعود رژیم په اخیرو کلو کی نقاب د څیری څخه هیڅته کړی دی او د تروریستی ډلو څخه په عراق، سوریه، لیبیا او نورو ځایو کی ملاتړ کوی او دوهابیت د لاری په نحلی سره چی یو دولتی او د استعماری قدرتونو د معیار په مطابق دی هیڅ دین او مذهب په رسمیت نه پیژنی! تر ټولو نه بد دا چی داډله په حاضر حال کی د عربی متحده اماراتو او قطر او ترکیی د مرستو پواسطه دداعش ډلی سره په سوریه او عراق او نورو ځایو کی مالی او معنوی ملاتړ کوی او دا حمایت په دومره اندازی سره شکاره دی چی د امریکایانو او اروپایانو اعتراضونه یی رامنځته کړی دی. په دی خبرو سره زموږ دولتمردان چی په تاسف سره باید وویل سی چی تراوسه د داخلی او خارجی الفبا سره معقول اړیکه نه دی برقراره کړی، ددی لپاره آماده کیږی چی عربستان ته سفر وکړی او د آل سعود څخه هیله لری چی په افغانستان کی د سولی په برخه کی مرسته وکړی! اکثره پوهان په دی باور دی چی د کابل د مقاماتود سولی غوښتنه د ریاض دمقاماتو څخه سل په سله یو بی ځایه او غلط غوښتنه ده چی یواځی کولای سی زموږ ددولتمردانو بی فهمی د سیاسی مسایلو څخه شکاره کړی. د آل سعود او عربستان د رژیم د صاحب نظرانو په نظر د یو څو علتونو په خاطر په افغانستان کی د سولی دمرستی څخه ناتوانه دی: لومړی داچی وویل سو چی دا رژیم خپله د تروریستی ډلو ملاتړ کوونکو څخه دی؛ او بنا پردی، د آل سعود دولت د امریکا او اروپایی متحدانو سره د افغانستان په طرحه کی شرکت کړی دی چی دهغه په اساس، داعش په افغانستان کی باید تقویه سی ترڅو د مرکزی آسیا هیوادونه ناامنه سی او روسیه ونه سی کولای په دی سیمو کی نفوذ وکړی. دوهم دا چی ددی کار لپاره یو انګیزه او جدی اراده د تروریزم سره د مبارزی لپاره پکار ده چی د آل سعود دولت دهغه څخه عاجزه دی؛ ځکه چی دا منطقی خبره نه دی چی یو دولت د خپلو وسایلو په مقابل کی جنګ ته وارد سی او خپل ځان د اصلاح کولو لپاره کوم کړنه ترسره کړی! دریم دا چی، په افغانستان کی د سولی برقراره کیدل د عربستان په ګټه نه دی؛ ځکه چی دسعودی دولت د پاکستان ددولت سره ډیر شباهت لری؛ ددی ترڅنګ چی د اسلام آباد نږدی ملګری هم دی او نه دی حاضر چی د یو ضعیف دولت لپاره لکه افغانستان، خپل قوی او ریا کاره دولت دهغه په شان یعنی پاکستان له لاسه ورکړی. او په اخر کی څلورم داچی د آل سعود دولت په استخباراتی توطئه کی د پاکستان او نورو دولتو سره هملاسه دی؛ هغه ځای چی افغانستان په هغه کی فزیکی او حتی معنوی حضور نه لری. په نتیجه کی د پورتنیو خبرو په اساس دداسی غوښتنو ترسره کول بی ځایه کار دی.
https://avapress.com/vdccsiqsp2bq1p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته