دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 126379
د حزب اسلامي پلاوى: د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې توافقنامه وروستۍ شوې
د سولې د سند متن مو افغان لوري ته سپارلی، څو ولسمشر او اجرائیه رئیس ته د کتنې لپاره وړاندې شي
د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د سولې پلاوی وايي، له اوږدې مودې خبرو او پرله پسې بحثونو وروسته، د حزب اسلامي او افغان حکومت د پلاوو ترمنځ د سولې سند وروستی شوی دی.
د حزب اسلامي د مذاکره کوونکي پلاوي مشر امین کریم د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې د سولې د سند متن یې افغان لوري ته سپارلی، څو ولسمشر او اجرائیه رئیس ته يې د کتنې لپاره وړاندې کړي.
هغه زیاته کړه: “د حزب اسلامي او دولتي پلاوي ترمنځ سند نهايي شو، ټاکل شوې دغه سند ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله ته وړاندې شي، په قوي احتمال نن به ولسشر هغه وګوري، هغه به په دې اړه خپل ملاحظات وړاندې کړي او بیا به موږ دغه سند د حزب اسلامي رهبري ته وړاندې کړو.”
د حزب اسلامي پلاوی وايي، چې دا بهیر امکان لري دوه درې اونۍ وخت ونیسي، ترڅو دواړه لوري پرې وروستی توافق وکړي او بیا به د دواړو لورو تر منځ لاسلیک شي.
د حزب اسلامي پلاوی له څه باندې دوو میاشتو راهیسې له افغان حکومت سره د سولې په خبرو بوخت دی. د دغه پلاوي په خبرو کې تر ټولو مهم شرط دا دى، چې د حکمتیار په ګډون د حزب اسلامي ټول غړي باید د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه وایستل شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ هم تاییدوي، چې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له پلاوي سره په ډېرو مواردو توافق شوی. د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل، چې په جزئي برخو یې لا هم خبرې وخت ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه: “له حکمتیار سره په ډېرو مواردو توافق شوی، ډېر جزئي شیان پاتې دي، د دوی هر هغه غوښتنه، چې له قانون سره په ټکر کې نه وي، هغه به منل کېږي او له قانون څخه لوړه غوښتنه، د هېچا لپاره د منلو وړ نه ده.”
د سولې عالي شورا د بهرنيو اړيکو سلاکار وايي، بهرنيان بايد له تور لېست څخه د حزب اسلامي د مشر او غړو د ايستلو په اړه د افغانانو غوښتنه ومني.
https://avapress.com/vdcd590fnyt0xs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته