اجرائیه ريیس عبدالله عبدالله د برښنايي تذکرو ځنډول پر ځای ګام بولي او وايي، چې د تذکرو په اړه باید د خلکو قناعت تر لاسه او بیا یې وېش پیل شي.
ولسمشرۍ تېره اوونۍ د برښنايي تذکرو وېش وځنډاوه اوس اجرائیه ريیس عبدالله عبدالله وايي، چې د تذکرو د وېشلو ځنډول یو پرځای ګام دی.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي؛ حکومت له ملي شورا سره د برښنايي تذکرو پر سیاسي، حقوقي او قانوني اړخونو جدي خبرې کوي، چې له هوکړې وروسته به یې وېش پیل شي.
د هغه په باور؛ د برښنايي تذکرو په اړه په ملي کچه خبرو اترو ته اړتیا ده. که څه هم د برښنايي تذکرو د ادارې مسوولین وايي، چې دغه بهیر هیڅ ډول قانوني او حقوقي ستونزه نلري؛ خو اوس هم په ملي شورا کې د افغان کلیمې په اړه موافق او مخالف نظرونه شته دي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي، چې ځانونه افغانستانی بولي؛ افغان او افغانیت د ملي هویت په توګه نه مني او د افغانستان واحد ملت پر ملیتونو وېشل غواړي.
د ولسي جرګې غړی عبدالطیف پدرام د افغان کلمه ستونزمنه بولي؛ او وایي، چې افغان هویت پر نورو قومونو تپل کیږي، چې دا د منلو وړ نه ده.
د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وایي، ولسمشر د هېواد د لومړي کس په توګه نفاق ته لمن وهي او نه غواړي هغه قانون، چې خپله یې توشیح کړی، پلی کړي.
د برېښنايي تذکرو د ادارې مسوولین بیا د ولسمشر لخوا د تذکرې اخیستو ته په تمه دي، چې ورپسې پر خلکو د دغو تذکرو وېش پیل کړي.
د وګړیو د ثبت ادارې ویاند روح الله احمدزی وايي، چې د برښنايي تذکرو په اړه قانوني او حقوقي ستونزه نشته او مسوولین يې ټينګار کوي، چې د هیچا نا روا غوښتنې به ونه مني.
ټاکل شوې وه، چې د برښنايي تذکرو وېش تېره اوونۍ پیل شوی وای؛ خو ولسمشر دغه بهیر د یو لړ اختلافاتو تر حله وځنډاوه.