دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۲۲
د مطلب کود : 112013
۳۸ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان د امنیتی ځواکونو د بېلا بېلو ګډو چاڼېزو عملیاتو پرمهال ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې په بغلان،کندز،بدخشان،سرپل،کندهار،زابل،ارزګان،لوګر او هلمند ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۳۸ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول، ۶ تنه ټپیان او ۳ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.



همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ،۱۱ کړۍ ماینونه چې د افغانستان دښمنانو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د لوګر او بادغیس ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول .



د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د هېواد ملي پولیس د دښمنانو په ځپلو او لمنځه وړلو کې خپلو کړنو ته جدیت او سرعت ورکړی څو د افغانستان نجیبو خلکو ته د خوندي امنیت په موخه لا زمینه برابره کړي او په دغه لار کې به د هیڅ راز سپمونو څخه ډډه ونه کړي.
https://avapress.com/vdcdfx0fsyt0fz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته