دخپریدو نیټه :شنبه ۸ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۶
د مطلب کود : 97785
نن د بند امیر ښاماران او د مس عینک اتلان د کرکټ سیالۍ ترسره کوي

ټاکل شوې ده چې نن د بند امیر ښاماران او د مس عینک اتلانو کرکټ ټیمونه مسابقه وکړي او په بله لوبه کې د امو نهنګان او د سپین غر زمریان سره مخامخ شي.
د کرکټ د شل اورونو په دغه جام کې پرون د مس عینک اتلانو د سپین غر زمریانو ته ماتې ورکړه او د بوست ساتونکو د امو نهنګان له ماتې سره مخامخ کړل.
د شپږیزو په نوم دغه ټورنمنټ د افغانستان د پنځو زونونو تر منځ له تیرې سې شنبې راهیسې په کابل کې دوام لري.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdk50n.yt05j6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته